ولسمشر غني هند ته داسې مهال سفر کوي چې له دغه هېواد سره یې اړیکې ډېرې ښې نه دي

مشرانو جرګه: اشرف غني باید د ثور د اتمې په مناسبت سفر ځنډولی وای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې د مجاهدینو د بریا د ورځې په رارسېدو هند ته د اشرف غني سفر دا په ډاګه کوي چې نوموړی د دې ورځې په وړاندې بې تفاوته دی.

د مشرانو جرګې غړو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې دغه ورځ باید په خاصو مراسمو ونمانځل شي، خو د ګډ حکومت مشر د دوی څرګندونو پروا ونه کړه او تېر مازیګر د ناټو له عمومي قومندان سره له خصوصي ناستې وروسته ډيلي ته ورسېد.

درویشت کاله وړاندې د ۱۳۷۱ لمریزکال د ثور په اتمه افغان جهاد د روسي یرغلګرو په وړاندې بشپړ بریا تر لاسه کړه او د کمونیستي رژیم وروستی پاتې شونی ډاکټر نجیب الله يې له واکه لرې او اختيار مجاهدینو ته په لاس ورغی.

د مشرانو جرګې غړی محمد اکبري وايي چې د دې جهاد په اوږدو کې افغانانو سلګونه زره خواخوږي له لاسه ورکړي او ګڼ نور يې ټپي او معیوب پاتې شوي دي، چې باید د دې ورځې درنښت وشي.

د دې جرګې بل غړی نصرالله صادقي زاده وايي چې د افغان جهاد په وسیله يې پخوانی شوروي اتحاد دړې وړې کړ او د مارکسیزم فلسفې ته د پای ټکی کېښودل شو.

د نوموړي په خبره د دې ورځې په وړاندې دولتي اړخ ورځ په ورځ بې تفاوته پاتې کېږي په وینا يې د اشرف غني سفر دا په ډاګه کوي چې نوموړي ته دا ورځ کوم ارزښت نه لري.

صادقي زاده وايي چې دا د افغان ملت د قربانیو په پایله کې د بریا ورځ ده، چې بايد زموږ اوسنی او راتلونکی نسل يې ونمانخي.

نوموړي د اشرف غني د سفر په اړه وویل چې دا د ثور د اتمې اړوند د هغه له لوري له مسخرو پرته بله مانا نه لري.

وړاندې تر دې به د مجاهدینو د بریا ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو لویو ښارونو کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېدله، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې په وروستیو کلونو کې ورو – ورو له دې ورځې سره دولتي علاقه کمېده، چې د ګډ حکومت مشر يې په اړه څرګند دریځ ښکاره کړ او کوم ارزښت يې ورنه کړ.

په اوسني حکومت کې چې د تېر کال د تلې په اوومه د امريکا په سفارت کې د حامد کزي او د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر په شاهدۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په نوښت رامنځ ته شو، ډېری لوړپوړي نظامي او امنيتي مسوولین د خلق او پرچم ګوندونو پخواني غړي دي چې مجاهدینو درویشت کاله وړاندې د غويي په اتمه ماتې ورکړه او نن يې مشرانو جرګه په خاصو مراسمو سره د نمانځلو هیله کوي.

ولې ځينې جهادي مشران د واک په سر په جګړه کې ښکېل شول؟

دا چې د افغان جهاد شعار اعلاکلمه الله او له افغانستانه د شورویانو او د هغوی د لاسپوڅو شړل و، خو بیا هم د شورویان له ماتې سره سره مجاهدین د واحد اسلامي نظام څښتنان نه شول.

د مشرانو جرګې غړی محمد اکبري وايي چې د نړۍ لویو طاقتونو په افغانستان کې د مجاهدینو بریا نه شوای زغملی او دا ورته د منلو نه وه چې دلته دې یو اسلامي نظام حاکم وي.

د دوی په خبره نه یوازې دا چې بهرنۍ ستونزې موجودې وې، پخپله د جهادي مشرانو تر منځ د واک په سر ناندرۍ د خپل منځي شخړو علت شوې.

وروسته له هغه چې د واک په سر پخپلو کې سره ښکېل جهادي مشران په یوه نظام یوه خوله نه شول، د یو بل پر ضد يې د جګړې حکمونه ورکړل او ولس بې له کومې دمې د بلې جګړې ښکار شو.

د ځینو جهادي مشرانو د قومندانانو له لوري د لویو لارو په سر د غلا، چور، وژنو او تښتونو لپاره پاټکونه هغه څه و، چې ولس يوې بلې تکيې ته اړتیا احساسوله.

د جهادې مشرانو تر منځ له نږدې څلور کلنو خونړیو نښتو او پاټکسالاریو وروسته په کندهار کې د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو تحريک را پیل شو، چې پراخ ولسي ملاتړ يې ترلاسه کړ.

طالبانو په ډېر کم وخت کې په لویو لارو کې پاټکونه لرې کړل او نږدې د هېواد پنځه نوي سلنه ځمکه د ډاډ او امن وړ وبلل شوه.

د طالبانو په نږدې پنځه کلنه واکمنۍ د امريکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو برید وکړ او پر ځای يې جمهوري نظام رامنځ ته کړ، چې پکې پخواني جهادي او ځينې خلقي او پرچمي مشران په ګډ کار بوخت دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه بیا وایم ، ځانګړی کار چه اشرف غنی ښه کار کړی ، همدا چه د ثور اتمی ته یی څه اهمیت او درناوی نه دی کړی او خپل سفر یی د دی بی معنی او بی نتیجی ورځی د لمانځنی په خاطر نه دی ځنډولی ، اشرف غنی او نور په دی پوهیږی چه د ثور په اتمه کوم بدلون نه دی راغلی ، صرف روسان په غربیانو بدل شول ، حکومت هماغه کمونستی ، د کفارو ټانکونه ، الوتکی زمونږ په هوا او سرکونو کی ګزمی وهی ، زندانونه زمونږ تړلو او ایله کولو ته اماده او هماغه… نور لوستل »

احمد جاوید
میلمه
احمد جاوید

د مشرانو جرګه لکه صادقی او کاذبی چي ویناوې کړې، په ریښتیا د دې ورځې لمانځل غواړي، نو مهرباني دې وکړي لومړی دې خپله دا خبر بیرته واخي چې روسان یې دړې وړې کړي، د هغوی د غیرت نمونه داده چې د امریکایانو تر چتر لاندې ناست دي. فکر کوم تردې لوی شرم بل نشته چې هنوز يې په ځان پسې تړي.

داکتر خلیل الله شینواری
میلمه
داکتر خلیل الله شینواری

تیر باید هیر شی ، له ورخه تیری اوبه بیرته نه راګرځی ، اوس باید فکر وشی او د افغانستان د ابادی او بیا رغونی لپاره باید هلی ځلی وشی تر څو پرمختګ وکړو . مننه.