افغانستان

بدخشان: د ځمکې ښويېدلو کې نږدې ۵۲ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ځمکې د ښويېدو له امله نږدې ۵۲ تنه وژل شوي دي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وايي چې دا پېښه تېره ورځ په خواهان کې شوې ده.

د دوی په خبره د خواهان ولسوالي په جيروبالا کلي کې د ځمکې ښويېدلو له امله شاوخوا ۵۲ تن وژل شوي دي.

د خواهان ولسوالي ولسوال محمد غفران ذکي وايي چې پېښه تېره شپه شوې ده او دوی سیمې ته ځانونه رسولي دي، خو په خبره په کلي کې ۵۲ تنه لادرکه دي چې کېدای شي وژل شوي وي.

د ذکي په وينا په وژل شویو کې ۲۵ مېرمنې، ۲۲ ماشومان او پنځه نارينه شامل دي.

د بدخشان له طبعي پېښو سره د مبارزې رييس سيد عبدالله همايون دهقان وايي چې په ياده سیمه کې له پخوا نه یو متر واوره پرته وه، چې په تېرو دوو ورځو کې نوره هم وشوه او د ځمکې د ښويېدو سبب شوه.

خواهان چې نږدې ۲۵۰۰۰ تنه نفوس لري، د فیض اباد په شمال کې پرته ولسوالي ده.

تر دې وړاندې هم بدخشان د واورو د ښويېدلو له امله درنه مرګ ـ ژوبله ولیدله، چې زیانمن شوي خلک يې لا هم ډېری د دولت د مرستو په تمه ژوند تېروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x