افغانستان

کابل: چاودنې د ملي امنیت څلور تنه کارکوونکي ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه کابل ښار کې د چاودنې له امله د ملي امنیت څلور تنه کارکوونکي ووژل شول.

طالب ویاند ذبيح الله مجاهد وايي دغه چاودنه دوی کړې او پکې يې څلورتنه استخباراتي مامورين وژلي دي.

د کابل امنيتي مسوولین هم مني چې په ياده سیمه کې چاودنه شوې ده، خو په خبره يې دوه پولیس پکې ټپیان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د کابل ښار په شهدای صالحين سیمه کې د دوی «تاکتيکي» چاودنې څلور تنه وژلي او په خبره يې څلور واړه د ګډ حکومت استخباراتي مامورين و.

د یو بل خبر له مخې نن له غرمې وروسته د کورنیو چارو وزارت د مشاور په موټر پسې نښتي مقناطیسي ماین چاودنه کې یو تن ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو عیني شاهدانو ويلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه دارالامان سړک باندې وشوه، چې په سیمه کې مؤظفو پولیسو د یو تن د ټپي کېدو خبر ورکړ دی.

طالبانو د دې چاودنې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د نويو عملیاتو د پیل نن پنځمه ورځ ده، چې دا يې په پلازمېنه کابل کې دویم بمي بريد ګڼل کېږي.

د ګډ حکومت له لوري د کابل ښار د ساتنې په موخه په ځینو سیمو کې چاڼيز عملیات هم پیل شوي دي، چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په ګډون د خاکجبار ولسوالي په ځينو سیمو کې د عملياتو خبر ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x