د بهرنیو یو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو
نن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی عسکر ووژل شو.
د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه تیره ورځ ناوخته یوه خبرپاڼه خپره شوه چي په کښي راغلې وه، چي د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د مخالفینو د برید له امله یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.
ایساف خپل د پالیسۍ له مخې د وژل شوې عسکر هویت نه دی څرګند کړی، او نه يې د پيښي دقیق ځای ښودلی دی.
باید وویل شي چي د رواني میاشتې له پيل څخه بهرنیانو خپل د ۴ تنو عسکرو وژل منلې ده.
د یادوني وړ ده چي تیره میاشت بهرنیانو په ټوله میاشت کې خپل د ۳۴ تنو عسکرو وژل منلې وه.