نړۍ

سعودي د ایران الوتکه په صنعا کې کښته کېدو ته نه ده پرې ایښې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي چارواکو خبر ورکړی چې دوی نن د یمن پلازمینه صنعاء کې د هوايي ډګر پر ځغاست لیکه (رن وې) بمبار وکړ، تر څو په دغه هوايي ډګر کې د ایران څخه را تلونکې یوه الوتکه د کښېنستلو څخه منعه کړي.

د سعودي ایتلاف ویاند احمد العسیري وویل چې دوی دغه الوتکي ته خبر ورکړ چې پر خپله لاره دي وګرځي، او په یمن کې دي د کښته کیدو څخه ډډه وکړې، چې د الوتکي د عملې له لوري ورته مثبت جواب نه وویل شو، او دوی اړ شول چې د هوايي ډګر ځغاست لیکه (رن وې) بمبار کړي، تر څو دغه لیکه خرابه او د استخدامه ولویږي، او ایرانۍ الوتکه ونه توانیږي چې په صنعا کې ناسته وکړي.

نوموړي وویل چې د ځغاست لیکه د خرابېدو له کبله اوس د بشري مرستو الوتکي هم په صنعا کې ناسته نه شي کولای، د کوم له لاري چې صنعا ته د بشري موسسو له لوري کومکونه رسیدل.

باید وویل شي چې سعودي ایتلاف او ددغه ایتلاف پلوه رسنۍ او سیاسي مبصرین ایران په دې تورنوي چې په یمن کې د شیعه مذهبه حوثي ډلي څخه عسکري او سیاسي ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x