نړۍ

ايران د امريکا بار وړونکې بېړۍ نيولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ايران سمندري ځواکونو د امريکا بار وړونکې بېړۍ نيولې ده.
د امريکا دفاع وزارت پينټاګون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ايراني سمندري ځواکونو د امريکا «ميرسک ټيګريس» سوداګريز شرکت يوه سمندري بېړۍ نېولې او دغه بېړۍ يې اړ کړې، چې د ايران سمندري بندر کې ودريږي.

د پينټاګون وياند تېره ورځ ناوخته واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې ايراني ځواکونو لومړی پر امريکايي سوداګريزې بېړۍ ډزې کړي او وروسته پنځو ايراني بېړيو دغه امريکايي بېړۍ اړ کړه، چې د ايران سمندري بندر کې ودريږي.

د پينټاګون وياند زياتوي، چې امريکايي چارواکي د ايراني چارواکو له لوري د امريکايي بېړۍ د نيولو پېښه په دقت څاري او خليج کې يې امريکايي عسکرو ته امر کړی، چې د نيول شوې بېړۍ د خلاصون لپاره هر ممکن کوښښ وکړي.

بل پلو ايراني چارواکي وايي، چې امريکايي بېړۍ يې د محکمې په امر نيولې او د دوی عسکرو پر دغه امريکايي بېړۍ هېڅکله ډزې نه دي کړي.

تهران کې د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، چې نيول شوې امريکايي بېړۍ بندر عباس ته راوستل شوې او تر اوسه د بېړۍ د څښتن هويت نه دی په ډاګه شوی.

امريکايي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې نيول شوې بېړۍ کې امريکايي اتباع نه وو او خليج کې يې د امريکا جنګي سمندري بېړۍ د ايران سمندري سيمې ته لېږلې تر څو د پېښې څارنه له نږدې وکړي او ستونزه زياته نه شي.

د نيول شوې «ميرسک ټيګريس» الوتکې مدير رسنيو ته ويلي، چې دې بېړۍ کې د ختيځې اروپا او اسيا اتباع سپاره وو او دغه سپارلۍ له سعودي اماراتو ته روان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x