fbpx

دامریکا د سي آی ای ویب سایټ هیک سو

ciaنن ټکی آسیا: د امریکا د استخباراتو د سی آی ای انټرنیټي ویب سایټ د انټرنیټ د تخریب کارانو (هیکرانو) له خوا تخریب شوی.
د امریکايي رسنیو په قول د سی آی ای ویب سایټ د څو ساعتونو لپاره کار پریښود او په هکله يې هیڅ چا هم څه نه ویل، تر څو چي د هیکرانو یوه ډله چي ځان انونیموس یا مجهولین بولي، ادعا وکړه چي دوی د سی آی ای ویب سایټ هیک کړی، او اعلان يې وکړ چي دوی د امریکا د اسخباراتي ادارې سی آی ای د ویب سایټ څخه یوازي د امریکا د یوه ایالت (الاباما) د ۴۶ زرو کسانو شخصي معلومات تر لاسه کړه.

خو ددې اعلان د خپرېدو یو څو ساعته وروسته هغوی بیا اعلان وکړ چي له دوی له خوا دا اعلان دا مطلب نه لري چي ګواکي د سی آی ای پر ویب سایټ دی همدوی برید کړی وي، او د دوی له خوا دی هیک سوی وي.
باید وویل شي چي همدې ډلې د امریکا د دفاع وزارت، ایف بی آی، د برتانيې د اسختباراتي شبکې ویب سایټ او نور ګڼ شمېر ویب سایټونه هیک کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د