fbpx

د حيا يوه ستره بېلګه: فاطمه _رضي الله عنها _

ژباړه: حمدالله دانشمند

د مبارك عليه السلام د زړه ټوټې چې کله د رنځ په بستر قرار لاره نو د بيمار پرسې له پاره ورته (اسما بنت عميس (رض) راغله !
له بيمار پرسې پس
مبارکې فاطمې (رض) عنها خپلې اوښلنې سترګې د اسماء (رض) په لور ور واړولې
او ورته کړه يې :
_ اسما ! زه دا ډېر بد ګڼم چې يوه ښځه له مرګه پس د پردو نارينه وو په اوږو بار وې او يايې په وړاندي پرته وې : په داسي حال کې چې د تن ، بدن انعکاس يې له ورايه کېږې!!!!!!!!!!!

_ اسماء (رض) : ای (د نازولي پيغمبر د زړه ټوټې ) موږ د هجرت په کور حبشه کې داسې نعش (جنازه ) ليدلې چې د انسان دا عضاوو (اندمونو) انځور نه ښکاره وې ؛ درته به يې جوړ کړم ، له لندو تاندو يې
يو شکل ورته جوړ کړ ، او بيايې کپړه پرې واچوله د(کجاوې) په توګه يې د ښځې ټول تن مستور ساتل !!! ،

مبارکې “بې بې “يې په ليدلو ډېر د خوښۍ اظهاروکړ ، او ويې ويل : اوس نو دنر او ښځې توپېر له ورايه کېږې ، او ويې فرمايل : (اللهم استرها کما سترتني)

ژباړه : (ای الله ! ته نوموړې بې بې مستوره ، پرده دار ه کړې ، لکه چې ځه يې مستوره کړم ) !.

_ نوموړې بې بې و اسما (رض) ته ( په زړ غونې اواز وويل : اسما زه د مرګ په بستر قرار لرم !! کله چې وفات شم ته ، او علي (رض) راته غسل راکئ او بس ، بل څوك به نه را پرېږدئ !!!

کله يې چې د اجل قاصد ته لبيك وويل ! ، سمدستي ام المؤمنين “عائشه” (رض) را څرګنده شوه ،
اسما (رض) د ننوتلو اجازه ور نه کړه ، هغې مبارکې خپل پلار “ابوبکر الصديق” (رض) ته شکايت وکړ ، ورته کړه يې چې دا “خثعميه ” مې نه پرېږدې چې د نبي عليه السلام د لورکۍ په تجهيز کې ګډون وکړم ، او د هغې لپاره يې د کجاوي په څېر يوه جنازه جوړه کړې ،

ابو بکر الصديق (رض) د نبي كريم صلی الله علیه وسلم په دروازه کې ودريد ، او ويې ويل ولې نبوې بيبيانې نه پرېږدې چې د نبي عليه السلام د لو ر په تجهيز ، تکفين کې برخه واخلې ، او د کجاوې په څير دې ورته له عادت نه خلاف نعش جوړ کړی ؟!!!

اسماء (رض) ورته کړه دا هرڅه مې دنبي عليه السلام د زړه د ټوټې /فاطمې رضي الله عنها په امر تر سره کړې د هغې مبارکې له لار ښو ونې سره مې يو مخالفت هم نه دی کړی !!!!! رضی الله عنهن اجمعين !!

سبحان الله ! که د دې مبارکې تېر بيان شوې حالت ته ځير شو نو ويلای شو چې د پوره نيمايې حيا برخمنه وه ، دمرګ په مهال يې هم ستر ، حجاب ، حيا د ځان له پار ه اړين ګام باله !!.

ايا دننني عصر ښځې چې د اسلام تر چتر لاندي هم قرار لرې , او ده عيش , او عشرت له پلوه ښې بډايې دې ;
به په لرونکي ستر ، حيا ، سنګار ، صورت ، سيرت ، تقوی ، دنوموړو مقام خپل کړې ؟!
کلا ثم کلا ثم کلا

“صلاح البيوت ” ج 1 / ص 286) ژباړه حمدالله دانشمند

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د