نړۍ

محمد بن نايف د ملک سلمان ولي عهد وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز خپل ولي عهد مقرن بن عبدالعزيز ګوښه او پر ځای يې د کورنيو چارو وزير او د ولي عهد محمد بن نايف خپل ولي عهد وټاکه.

محمد بن نايف به د دې تر څنګ د وزيرانو شورا مرستيال، کورنيو چارو وزير او د سياسي چارو مشري هم پر غاړه ولري.

عربي رسنۍ د شاهي ماڼۍ له قوله وايي، چې شهزاده مقرن له خپلې دندې استعفا ورکړې او ملک سلمان يې استعفا منلې ده.

له شاهي ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې محمد بن سلمان د ولي عهد ولي ټاکل شوی او همدا رنګه د بهرنيو چارو وزارت په ګډون په ګڼو نورو وزارتونو کې هم د بدلون پرېکړه شوې ده.

سعودي رسنۍ وايي، چې شاه سلمان د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعود الفيصل د عمر او روغتيايي حالت له امله د نوموړي پر ځای امريکا کې د سعودي سفير عادل الجبير د بهرنيو چارو وزير ټاکلی دی.

خبر زياتوي، چې د شاهي ماڼۍ د فرمان له مخې د عامه روغتيا وزير هم له خپلې دندې ګوښه شوی او پر ځای يې خالد بن عبدالعزيز الفالح د روغتيا وزير او د ارامکو شرکت رييس ټاکل شوی دی.

د کار او ټولنيزو چارو وزير عاد الفقيه پر ځای يې مفرج الحقباني ټاکلی دی او عادل الفقيه د پلان او اقتصاد وزير ټاکل شوی دی.

د عربي چارو کارپوهان وايي، چې ملک سلمان د اوسنيو بدلونونو له لارې غواړي، چې ځوان او د کار خلک پر مهمو پوسټونو وټاکي او د شاهي کورنۍ واک د سعودي عربستان د بنسټګر عبدالعزيز آل سعود لمسيانو ته وسپاري او اوس مهال د پاچا ولي عهد او د ولي عهد ولي د ملک عبدالعزيز سکه لمسيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x