دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کې (۲۹)

ليكوال: عبد الغفار جبير

د اعصابو يو مشهور متخصص ډاکټر (وې، جي روسين – V.G. Rocine)

پخپلو څېړنو کی ليکی:

په ګرمو سیمو کې، او په ګرم موسم کی د سر پوټول د روغتیا لپاره شرط دی، دا ځکه چی د ماغزو فاسفورس په (108) درجو کی د حرارت ویلې کیږی، او که یو څوک لمر ته لوڅ سر ګرځی په ډېره لږه موده کی د سر د حرارت درجه (108) درجو ته رسیږی چی په نتیجه کی ماغزو ته سخت تاوان رسیږی، حافظه خپله جنازه کوی، دماغ کار پرېږدی، د اعصابو رګونه چوی، چی د مرګ، لېونتوب او ناوړو پایلو سبب ګرځی چی بیائې درملنه ناشونې ده او که سر پټ وی، نو بیا د دې ټولو مرګانی پیښو څخه هر څوک ژغورل کیږی۔

پروفيسر برنارډ جنسن (Bernard Jensen) په پخپله طبعی درملنه کی داسی ليکی:

اعصاب او ماغزه ټول په مینرالی فاسفورس پوری تړاو لری، چی دا فاسفورس ډېر ژر د ګرمۍ له کبله اغیزمن کیږی او اعصاب ورسره فلجیږی۔ دا په هغه وخت کی چی کله سر پټ نه وی، او هوا ګرمه وی۔

پروفيسرجی، وی، سټار (G.V. Star) وايی:

که غواړی چی خپله غذا د زهرو څخه وژغوری نو د خوراک د اماده کولو او پخولو پر مهال وېښتیان پټ کړی ترڅو وېښتیان ونه لویږی۔ او که چیری حجاب وی، او سر پټ وی نو بیا د دې خطره نه پیدا کیږی، چی وېښتیان دی غذا ته ولاړ شی او د ناوړو ناروغیو سبب دی وګرځی۔

ډاکټر ايم۔ جوزف (M. Josef) وايی:

لکه څرنګه چی د نړۍ تودوخه ورځ په ورځ زیاتیږی، شین کوریزه غازونه د اوزون برخه ورځ په ورځ خرابوی، او د لمر زهرجینې وړانګې مځکې ته ځان را رسوی، نو د ملګرو ملتو له لاری باید هر چا ته دا امر وشی چی سر پټ کړی، او که امکان وی نو سر او د ملا تېر دی هم تر کالو څخه په ښه رخت پټ کړی، که نه!!! نو داسی وخت به را ورسیږی چی انسانان به مړه کیږی او څوک به نه په پوهیږی، خلک به لېونیان کیږی او ډاکتران به نه په پوهیږی چی دا ټول د دې زهرجینو شعاوو اغیزې دی؛ نو زما مشوره دا ده چی ملګرې ملتونه باید پخپل منشور کی دې ته پام وکی، او نړېواله روغتیایی سازمانونه هم باید په دې فاجعه خبر شی، او پوره ونډه پکښې واخلی تر څو د مځکې د کُرې د مخ زیات انسانان  له لاسه ورنکړو۔

(International Health Canter and Service G. T)

نور بیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x