افغانستان

په هرات کې د ځان سوځوني پيښي زیاتي شوي دي

afghan-gril-burn-herselfنن ټکی اسیا: د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې روغتیايي مسئولینو ویلي چي چي په هرات کې د ځان سوځوني پنځه اتیا پيښي ثبت شوي دي، او دا شمېره یې د تیر کال په پرتله خورا ډیره ګڼلې ده.
د هرات ولایت د سوځیدلو د پيښو د درملني د روغتون مسئول ډاکتر محمد عارف جلالي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چي د روان هجري شمسې کال د پيل څخه تر اوسه په دې ولایت کې د ځان سوځوني ۸۵ پيښي ثبت شوي دي، چي د تیر کال په نسبت د پام وړ زیاتوالی په کښي راغلی دی.

نومړي ویلي چي ددې پيښو اکثره قربانیان میرمني دي، چي د کورنیو مشکلاتو، غربۍ او اجباري ودونو له کبله ځانته اور اچوي.
جلالي ویلي چي د ځان سوځوني اکثره پيښي د تیلو په واسطه تر سره کیږي چي درملنه يې په ښه غټ او مجهز روغتونونو کې هم ډیر په کمه کیږي، او په افغانستان کې خو تر ډیره حده ددې امکان نه برابریږی چي درملنه دې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x