افغانستان

په زابل کې د بهرنیانو لوجستیکي هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې

copter afgنن ټکی آسیا: د زابل په ولایت کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه غورځېدلې چي له کبله يې څلور تنه عمله وژل شوي دي.
د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه ویل شوي چي دا هلیکوپتر الوتکه فوځي نه وه، بلکي ملکي الوتکه وه چي ددوی قرارګاو ته یې اوبه او خوراکي توکي انتقال ول.
هغوی زیاته کړی چي یاده الوتکه د سپریم په نوم د یوې کمپنۍ وه، او په کښي وژل شوي کسان يې ټوله د الوتکي عمله وه، او څلور سره د تاجکستان هیواد اتباع وه.

د سپریم کمپنۍ د اړیکو دفتر هم رسنیو ته ویلي چي ددوی یوه الوتکه د زابل ولایت په غربي سیمو کې را غورځېدلې چي دوی یې د علت د معلومو لپاره د ځايي چارواکو په ګډون پلټني رواني کړي دي، خو  زیاته کړې چي لومړي معلومات دا څرګنده وي چي الوتکه د مخالفینو په ډزو نه ده را غورځېدلې.
د بلي خوا طالبانو تر اوسه د پيښي په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x