افغانستان

مریم کوفي: کندوز کې د طالبانو نفوذ تر لمر روښانه دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۹مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې «مریم کوفي» وايي چې د کندوز د جګړې په اړه د دولت د ویاندویانو څرګندونې هیڅ حقیقت نه لري او په دې ولایت کې د طالبانو واک ورځ تر بلې پراخیږي.

مریم کوفي وايي چې پخپله د هیواد شمال ته تللې او تېره شپه راغلې ده، او د هغو حالاتو څخه ښه باخبره ده چې په شمال کې پیښیږي. هغه زیاتوي چې په کندوز کې حالات ډیر خراب دي او طالبانو په یو وخت کې له ګڼو لوریو څخه سخت بریدونه پیل کړي چې اوسمهال د کندوز دروازې ته رسیدلي.

نوموړې له طلوع تلویزون سره په خبرو کې اندیښنه څرګنده کړه چې که کندوز د طالبانو لاس ته ولویږي نو په ګاونډیو ولایتو به یې خامخا اغیز پریوزي.

مریم کوفي د دفاع وزارت هغه څرګندونې دروغ وبللې چې کندوز ته یې کومکي عسکر لیږلي، نوموړې وايي چې حالات یې پخپلو سترګو لیدلي، کومکي عسکر لومړی تللي نه دي او که تللي هم وي هیڅ اقدام یې نه دی کړی.

مریم کوفي زیاتوي:

«زه خپله د پیښې له ځای او د جنګ له ساحې راغلې یم، ما خو نه کوم پرمختګ لیدلی او نه کوم پرمختګ شوی دی، کومې سیمې چې د طالبانو لاس ته لویدلي اوس هم د هغوی په لاس کې دي، دولت له هیڅ اړخه پرمختګ نه دی کړی، کومکي عسکرو هیڅ نه دي کړي».

نوموړې ټینګار وکړ چې د ستراتیژیک موقعیت له مخې د کندوز حالات په ټولو شمالي ولایتونو تاثیر لري او له سقوط سره یې د تخار او بدخشان برخلیک تړلی دی.

مریم کوفي وايي چې د طالبانو نفوذ او قدرت د لمر په څیر روښانه دی او امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. د هغې په وینا د طالبانو ځواکونه په کندوز کې په ډیر قوت کې دي، جنګ په شدت دوام لري او هیڅ امنیتي ځواک د طالبانو د مقابلې لپاره نه رامخکې کیږي.

نوموړې زیاته کړه:

«مونږ درې ساعته په خان اباد ولسوالۍ کې محاصره وو، ما د دفاع او کورنیو چارو له وزارت سره پخپله اړیکه ونیوله او د مرستې غوښتنه مې وکړه، خو هیچا مې ژغورنې ته زړه ښه نه کړ، بیا مې له تخار څخه ټیکسي موټر راوغوښت او په چادرۍ کې له سیمې ووتلم، کله چې د جنګ له ساحې تیریدم د درنو او سپکو وسلو ډزې مو هم په سترګو لیدلې او هم مو اوریدلې».

مریم کوفي وايي چې د کندوز دریمه حوزه ښار ته ډیره نږدې پرته ده، کله چې هغه د طالبانو لاس ته لویدلې نو په خبره یې د کندوز سقوط ورسره حتمي بوله.

مریم کوفي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن د یو خبري کانفرانس په ترڅ کې د ولسي جرګې له غړو په کلکه غوښتنه وکړه چې د طالبانو د قوت او پرمختګ خبرې دې نه کوي ځکه چې د نوموړي په وینا د طالبانو د پرمختګ خبرې د خلکو په روحیاتو او مورال منفي تاثیر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

کشکی دا زړه هندواڼی طالیبانو ته په لاس ورغلی وای چی ددی د بد بوی څخه یی افغانان د تل لپاره خلاص کړی وای

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x