نظــر

هم دعوې وهي هم ژاړي!

ليکنه: سيد رحيم

لوېديځ يرغلګر واکمن په نړۍ کي دخپلو ناروا ګټو دتوجه دپاره دهر هغه بشري ناورين له نامه څخه کار اخلي چي څېړل سوی او انساني انګېزه يې دعامو خلکو پر فکر اغېزه ښندي.

په بې انصافه نړۍ کي دا ډول شعارونه او نارې لږ نه دي دتوکميزو لږکيو حق، دديني لږکيو حق، دبيان د خپلواکۍ حق، دجنسي برابرۍ يا دښځو حق. همدارنګه ددغه شعارونو دحق او درناوي په نامه په کال کي دټاکل سويو ورځو لمانځنګ او د رسنيو له لاري پرېمانه او پرله پسې ډنډوره يې اوس دونه اغېزه کړې چي دعامو ولس فکر خو څه کوې چي پورته شعارونه زموږ دګڼ شمېر شاعرانو او ليکوالانو دليکنو او کلامونو موضاعات جوړ سوي دي. دښځو په نامه دغربيانو يا په اصطلاح نړيواله ورځ هم ددغه تبليغاتي او ډنډورچي رسنيو يو لوی بشري شعار دی.

نننۍ نړۍ چي د ژوند په بېلابېلا اړخونو کي پرمختګ او پرشاتګ کړی دی دښځي په حق او محروميت کي هم پرمختګ او پرشاتګ دواړه سوی دی. اوس نو چي ښځه په نننۍ رسېدلې نړۍ کي څونه تر پخوا بريالۍ ده هغه بېل بحث دی. زه بحث هغې خواته نه بيايم.

زما مقصد دلته يوازي دښځو دحق له نامه څخه دلوېديځوالو تبليغاتي ګټه ده.

دلوېديځوالو له خوا دښځي په نامه ورځ په غربي رسنيو کي يوازي پر هغو هيوادونو او سيمو متمرکزه وي چي د دوی د پوځي او سياسي نارواګټو قلمرو وي. خپله په امريکا کي امريکاياني ښځي مطلق اکثريت دا ورځ نه پېژني. ځکه په امريکا کي دننه ددې ورځي دتبليغولو اړتيا نه ليدل کيږي.

تردې چي په لوېديځه نړۍ کي پوهي ښځي او نارينه دواړه دښځو دحق شعاريوازي دښځي په نامه ګردسره ځکه نه مني چي هغوی دښځو دمظلوميت او محروميت خبره يوازي دښځو ستونځه نه بولي د انسان او انسانيت ستونځه يې بولي. دبشري ټولني غميزه يې بولي. د دوی په عقيده دښځي دحق خبره بېله کول اوبېله دښځو په نامه مطرح کول يو سياسي شعار دی چي دلوېديځ يرغلګر واکمن يې ديوسياسي شعار په توګه دختيځو هيوادونو په وړاندي کاروي.

ښځي او وړکي دنړۍ په جنګونو کي بېوزله اوداسي کمزوري وي چي دنورو کسانو مرستي ته اړ وي او چنداني خپله دفاع نه سي کولای. ځکه نو په جنګي تبليغاتوکي د دوی له نامه څخه خورا ښه کار اخيستل کېدلای سي او اخيستل کيږي. اکثره په رسنۍ کي دا خبرونه خپريږي چي دونه ښځي او کوچنيان پکښي وژل سوي او ټپيان سوي دي.

دا چي د لوېديځ واکمن دکلونو راهیسي په تېره دتيرو څوارلسو کلونو راهيسي دختيځ هيوادونو سره يوازي دتوري او جنګ په ژبه خبري کوي نودجنګ په تبليغاتو کي دښځي بېوزلي د دوی لپاره يو خاص ځای لري. خو دښځو دحق دا ناره تر هغه ځايه پوري وي چي ګټه يې پکښې وي.

پر افغانستان د دوی ديرغل د رسنيزو تبليغاتو په سر کي دښځو حق يوه ډېره لويه ناره وه او تر هغه پوري به وي چي دلوېديځ ګټي توجه کولای سي. دامريکايي سرکار دبهرنيو چارو وزارت په ميلادي کال ۲۰۰۸ کي هغه دچا خبره په نړۍ کي د زړورو ښځو په نامه يو انعام وټاکه چي ياني هر کال به يې دهغو هيوادونو ښځو فعالينو ته ورکوي چي يا د امريکايي امپراتورۍ دګټو لپاره کار کوي او يا يې کار ددوی په ګټه وي.

دتيرو شپږو کلونو راهيسي دا جايزه هغو افغاني مېرمنو ته هم ورکړله سوې چي د امريکايي امپراتورۍ سټراټيجيک پروژو کي يې عملاً د دوی په ګټه کار کړی وي.

ددې خبري يوښه ثبوت د امريکا دبهرنيو چارو دوزير جان کېري وينا ده چي په واشينګټن کي يې پروسږ کال په جارج ټاون پوهنتون کي په وازه خوله دا ومنله چي امريکايي سرکارته دښځو دحق ناره په نړۍ د امريکايانو دسټراټيجۍ اودبهرنۍ تګلاري برخه او د دوی سياسي شعار دی.

پروسږ کال ددغه پسرلي شپې او ورځي وې چي د امريکا په بېلابېلو ښارونو نيويارک، واشينګټن ډي سي، لاس اينجلس امريکايي تينک ټېنکونو د افغانستان په باره کي دخپلو تګلارو د ارزوني په نيامت دهغو خبريالانو سره غونډي کولې چي امريکا په افغانستان کي دپښتنود قاتلانو ياني دکابل د رژيم په ملاتړ کي څونه ګټه او تاوان کړی دی.

په دغه لړۍ کي د امريکا يوه خبريال په کندهار کي دقومندان رازق د پټو زندانونو او په ښار کي دده ديو بل پوليسو قوماندان عبدالودود چي په جاجو په مشهور و دهغه دظلمونو په باره کي په نيويارک او واشينګټن کي پرله پسې غونډي کولې. ددغه خبريال په قول دی یې دخپلو تحقيقاتي راپورونو په دوران کي له کندهار څخه شړلی هم و.

دغه غونډي په داسي وخت کي پیل سوي وې چي دغه جاجو لنډغر هغه دچا خبره دپوليسو قوماندان دخپلو لنډغرو سره په کندهار کي ديوې منلي پښتني شاعري ميني انتظار پر کور تیری کړی و. دکورنۍ غړي يې وهلي او ورټپيان کړي ول. خپله ميني انتظار دټولو اسنادو سره دبشري حقوقو ټولنواو رسنيو ته ددې سره دکړي ظلم او تېري په باره کي حقايق بربنډ کړي ول. خو پښتون د ښمنه ګوډاګي رژيم او ګوډاګيو پښتون دښمنه تش په نامه بشري ټولنو يې ږغ وانه ورېد. تردې چي بشري ټولني دميني انتظار څخه دهغو ظلمونو انځورونه هم په مرموز ډول پټ يا ورک کړل چي د اسنادو په ډول د دوی لاس ته ورغلي ول.

په دغه شپو کي چي په افغانستان کي دميني انتظاردچيغو لړۍ روانه وه نو په نيويارک او واشينګټن کي هم دهغه څېړنيز خبريال پر کتاب هم بحثونه روان ول چي په کندهار کي يې د رازق اوجاجو دظلمونو داستانونه بيانول. خو په دې ټولو بحثونو کي دخوارکۍ ميني انتظار سره سوی ظلم دغسي ناويلی پاته و. په داسي حال کي چي مينه انتظار په اصطلاح ولسي جرګې پوري خپل ږغ ورساوه خو د اورېدلو څوک يې نه و.

کله چي ددغه څېړنيزي ټولني سره دپرله پسې تماس وروسته دميني انتظار سره دکړي ظلم پوښتنه وسوه چي ولي د رازق او جاجو پر کارونو لګيږي نو دا کړی ظلم چي اوس يې په افغانستان کي د رسنيو څخه ونيسته تر پارلمانه پوري ږغ رسېدلی دی. خو څوک يې ناره نه اوري نو دا څېړنيز مرکز ولي پر غلی دی؟ ځکه چي ددغه څېړني خبريالان يې عملاً دکندهار څخه په زور ايستلي ول. د دوی څېړونکي او خبريالان خپله دجاجو پر ظلمونو اسناد درلودل چي دطالبانو په نامه يې انسانان په داسي وحشت وژل لکه په برقي برمه دسرونو پرېکوانګ، په امبورونو دبدن غړو اوغوښي پرېکوانګ چي په بيانولو يې د انسان وېښتان شخ شخ دريږي.

دغه څېړنيزي ټولني ته د ميني انتظار ټلوېزوني هغه مرکه د ټولو واقعي اسنادو سره يو ځای وړاندي سوه. خو دښځي دحق او د ښځي سره دظلم خبره د دوی دستراتيژۍ سره برابره نه وه. ياني نه يې غوښتل چي په بالابود تورونو دکابل پښتون دښمنه ګوډاګي رژيم هغه خونکار واکمن چي دکندهار پر پښتنو ترپل سوي دي له خپل مقام څخه ګوښه کړي. نو ځکه دلوېديځوالو تګلارو جوړونکو خوله پر پټه کړه. دښه تصادف له مخي جاجو چي په کندهار کي د رازق دقصاب په نامه پېژندل کېده په همدې شپو کي لوی څښتن په خپله سزا ورساوه او په يوه بريد کي ووژل سو. خو پر سرددې هم د امريکايي امپراتورۍ تګلارو جوړونکو ديومظلومي پښتني ښځي سره پر کړي ظلم کيسه پټه او خوله پر پټه کړه.

خو کله چي دفرخندې په نامه ديوې دسيسې په ترڅ کي يوه ښځه ووژل سوه اود وژني ماهيت يې دلوېديځوالو مبلغينو لپاره ګټور کار و. ډنډوره يې له برلينه تر نيويارکه، لاس اينجلسه او لنډنه پوري ورسېده.

دخبري مقصد دا دی لوېديځوال دښځي دمظلوميت د نامه دفاع يوازي هغه وخت کوي چي د دوی ګټه پکښې وي. که يې ګټه پکښي نه وي نو لکه څنګه چي يې دميني انتظار په کيسه کي د ظالم او د خپل ګوډاګي ملاتړ وکړ. داسي ملاتړ دوی هر وخت کړی او کوي يې. تردې چي ځيني وخت دغه ډول ملاتړ د دوی دتبليغاتي انساني شعارونو سره ټکر هم سي خو مکار لوېديځوال واکمن بې خاره سترګي پر پټوي. ځکه دغه مکار لوېديځوال واکمن دښځو دحق دعوه دخپلي ګټي لپاره کوي او پر مظلوميت يې دمکارۍ اوښکي هم دنړيوالو د تېر ايستلو په نيت تويوي.

پښتانه متل کوي چي خواري کړې مکاري چي هم دعوې وهي هم ژاړي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

ډیر عالی او عینی حقایق دی ولیکل ، الله دی اجر درکړی سید رحیم خانه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x