سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رضي الله تعالی عنه) دریمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفی

همدغه دور و چې دده ملګرتیا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره ټینګه شوه او د ورځو په تیریدو دا مراسم سره لا زیات ټینګیدل تر دی چې د سوداګری په سفر و نو به هم یو ځای تلل او راتلل! چې ددی مراسمو په بنسټ د مکی ټولو اوسیدونکو په نسبت ده ته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند ټول اړخونه ښه معلوم وو، په ریښتینولی ، انصاف ، اخلاق، راکړه ورکړه، ارزښتناکه خویونو او ټولو عاداتو يې بشپړ معلومات درلود، تر دی چې د ابوبکر صدیق (رض) عمر ۳۸ کالو ته ورسید او د الله د رسول (محمد صلی الله علیه وسلم) د عمر ۴۰ کاله بشپړ شول او د نبوت اعلان يې وکړ، د نبوت اعلان ته له ټولو لمړی څلورو نیکو انسانانو لبیک وویل او په اسلام مشرف شول!!! چې له دی څلورو تنو څخه دری تنه د رسول اکرم (ص) د خپلی کورنی غړی وو (دده مبارکه ماندینه خدیجه الکبرا رض ، دده دتره زوی حضرت علی رض چې له ده سره یو ځای اوسیده او عمر يې تقریبا شاوخوا، لسو کالو ته رسیده او ځانګړی خادم حضرت زید بن حارثه رض چې دکورنی غړی په تو ګه ور سره اوسیده ، د کورنی له افرادو بهر اولنی شخص چې په اسلام مشرف شو حضرت ابو بکر صدیق (رض) و بلکه داسی وایو په ازادو نارینه وو کی اولنی شخص چې په اسلام مشرف شوی هغه سیدنا ابو بکر صدیق (رض) و.

ابوبکر صدیق (رض) د اسلام راوړلو سره اقرار وکړ چې له دی وروسته زما د ټولی پانګې واکوال یواځی الله جله جلاله او د هغه رسول (صلی الله علیه وسلم) دی، ده سیدنا حضرت رسول اکرم ته عرض وکړ یواځی دانه چې زما دپانګی څښتن يې بلکه بشپړ چمتو یم چې خپل سر او کورنی له تا او اسلام څخه فدا کړم!!

د نبوت له اعلان وروسته حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر له پسی دری کلونه يواځی هغه خلک اسلام ته بلل چې د پوهی او فراصت خاوندان بلل کیدل، طمعه تری کیدی شوه چې دوی د خیر اهل دئ، د کرکی او جنجال نه لری دی او اعتماد پری کیدی شی چې دوی به دالله جل جلاله، دین ومنی او مرسته به یې وکړی !! .

په ډیر سختو ستونځمنو مرحلو کی سیدنا حضرت صدیق اکبر (رض) دسیدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه یو شیبه بی پروا شوی نه دی او د دعوت په هره برخه کی د غوره مرستیالی دنده تر سره کړی چې په دی دور کی د قریشو ځینو سترو او با رسوخو شخصیتو (حضرت عثمان بن عفان الاموی، زبیر بن عوام الاسدی، عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابی وقاص الزهریان او طلحه بن عبیدالله التیمی) سربیره د الله مخلصو بندګانو د اسلام دعوت ومانه او په اسلام مشرف شول چې شمیر يې کم زیات ۱۵۰ تنو ته ورسید!!، دوی د الله د رسول په هدایت او لارښوونه په پټه عبادات او لمنځونه تر سره کول تر څو مشرکینو ته د دوی د ایمان په هکله معلومات په لاس ور نه شی، خو سره له دی یوه ورځ مسلمانانو نسبتا په خوندی ځای کی په عبادت مشغول وو چې یو شمیر مشرکینو ولیدل، خبره د خولی له مشاجری لاس اچونی ته ورسیده، د الله رسول (ص) چې له واقعی خبر شو مسلمانانو ته يې د روزنی، عبادت او لمانځه ادا کولو لپاره دجلیل القدر صحابی ( ارقم بن ابی ارقم ) کور غوره کړ.

دار ارقم دصفا غونډی په لمن کی د موقعت په لحاظ محفوظ ځای و چې مشرکینو نه شو کولای په دی ودانی غلچکی برید وکړې.

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د