د نن سرلیکنه

د کندوز په عملیاتو کې د امریکايي الوتکو ګډون څه په ډاګه کوي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ یو شمیر رسنیو خبر ور کړ چې امریکايي الوتکو د دولتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر د کندوز په فضاء کې الوتنې کولې.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند هم دا خبره منلي چې الوتکو یې ۷۲ ساعته د کندوز په فضاء کې له بمباري پرته الوتنې کړې، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې امریکايي الوتکو د دولتي ځواکونو د مرستې په غرض ځیني سیمې هم بمبارکړي.

د تیر ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې امریکايي ځواکونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت پایته رسیدلی او تر دې وروسته به یې فعالیت یواځې د دولتي ځواکونو په روزنه او هغوی ته په مشورو ورکولو کې محدود وي.

خو د امریکایانو د پوځي ماموریت له پایته رسیدو سره سره بیاهم لیدل کیږي چې هغوی د هیواد په بیلا بیلو برخوکې خپلو پوځي فعالیتونو ته دوام ورکوي ، د بي پلوټه الوتکو په وسیله بمبارونه کوي او له طالبانو سره د مقابلې په پلمه په شپنیو عملیاتو کې ولسي خلګ وژني.

د فرانس پریس خبري اژانس د رپوټ په حواله په تیرو ۴ میاشتو کې یواځې د امریکايي بي پلوټه الوتکو په بریدونو کې ۵۷ ولس وګړي وژل شوي ، د دې ترڅنګ په ننګرهار او لوګر ولایتونوکې هم د یادو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې هم زیات شمیر کلیوال وژل شوي.

د کندوز په روانو عملیاتو کې چې له تیرو ۶ ورځو راهیسي دوام لري دولتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د بریالیتوب ادعا کوي ، که ریښتیاهم د دولتي ځواکونو بریالیتوب پرځای وی نو بیا د هغوی په ملاتړ د کندوز په فضاء کې د امریکايي پوځي الوتکو موجودیت څه معنا لري؟

د خپلو ژمنو پرخلاف په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیت دوام په حقیقت کې د لته دجګړې د تداوم په معنادی او هغوی نه غواړي زمونږ په جګړه ځپلي هیواد کې د وینو تویول پایته ورسیږي.

امریکایان په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو په غرض نه دا غواړي چې د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړي او نه دا چې یاد حکومت دومره پیاوړی شي چې په یواځې سر خپل ځان د طالبانو له بریدونو وژغورلای شي.

د هیواد په شمال کندوز ولایت کې روان پوځي وضعیت کټ مټ د دغې امریکايي دوه مخې تګلارې ښکاره بیلګه ده چې غواړي د امریکايي الوتکو د بمبار په وسیله یاد ولایت د طالبانو په لاس له سقوط څخه وژغوري او په دې سره د ډیر وخت لپاره نورهم په هیواد کې د جګړې اور بل پاتي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد بهادر باوری

په ډيره سپین سترګی سره یو شمیر سیاسی څیړونکی دامریکا هوای یرغل په چګړه کی نه منی حال داچه دکندز ولایت ددی حقیقت شاهد دی اوزمونږ ډیر شمیر افغانان یی دغم په ټغر کینول او دغه دزهرو ډکه تحفه یو ځل بیا افغانانو ته شکاره کړه له دی معلومیږی چه دافغان ملی اردو دطالبانو دمقابلی توان نلری سره ددی چه ملیونونه ډالره ورباندی مصرفیږی او داټول مصارف بی ځآیه دی دافغانستان او دخپل غیرقانونی تګ لاری ساتنه نشی کولای په دی اساس ویلی شو ترڅوچه دغنی اداره وی دامریکایانو جنګی حضور حتمی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x