شهید او شهادت – اوومه برخه

مولوي محمد نعیم

په یو حدیث شریف کې راځي چې کله مسلمان څاروی حلالوي باید په ښه توګه یې څمولي، په تېره چاړه یې حلال کړي، او د څاروي په وړاندې چاړه تېزه نه کړي، تر څو حیوان له اړتیا پرته ونه کړېږي.

( عَنْ شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ قَالَ ثِنْتَانِ حَفِظْتُهُمَا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ الإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَىْءٍ فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ ».[1]

ژباړه: له حضرت شداد بن اوس رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي دوه خبرې مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یادې کړې دي چې ویل یې: ( پرته له شکه الله جل جلاله په هر شي کې ښه والی او مهارت لازم کړی، نو کله مو چې څوک وژل په ښه توګه او مهارت یې ووژنئ، او کله مو چې څاروی حلالاوه په ښه توګه او مهارت یې حلال کړئ. تاسو باید چاړه ښه تېره کړئ، څاروی تکلیف نه کړئ او په آرامۍ یې حلال کړئ.

علمای کرام فرمايي چې کله که څوک څاروی حلالوي، باید چاړه د هغه په وړاندې تېره نه کړي، او نه هم د یو څاروي په وړاندې بل څاروی حلال کړي، او نه یې باید په زور کش را کش کړي، او په دې هکله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې حدیث شریف استدلال کوي، عن عبد الله بن عباس ، رضي الله عنهما أن رجلا أضجع شاة يريد أن يذبحها وهو يحد شفرته، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( أتريد أن تميتها موتات هلا حددت شفرتك قبل أن تضجعها ) [2]

ژباړه: له عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، وايي یو سړي په داسې حال کې چاړه تېزوله چې مېږه یې څملولې وه تر څو حلاله یې کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: آیا غواړې چې په څو مرګونو یې مړه کړې؟ ولې دې د دې له څملولو مخکې چاړه نه تېزوله!

هر کله چې خبره داسې ده، نو حقدار ته حق سپارل او د مظلوم ننګه کول د اسلام له اساسي غوښتنو څخه دي، که یو څوک د خپل حق یا مظلوم په ننګه را ولاړېږي، منډې ترړې کوي، او یا په دې لاره کې وژل کېږي، پرته له شکه چې شهید دی.

الله جل جلاله په سورت النساء پنځمه پاره کې داسې فرمايي: ( وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا (75)

ژباړه: او په تاسو څه شوي چې د الله جل جلاله په لاره کې نه جنګېږئ. او د هغو بې وسه او ناتونه سړیو، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ چې وايي اې زمونږ ربه! له دې کلي نه مو وباسه چې خلک یې ظالمان دي، او له خپل لوري نه زمونږ لپاره یو مشر او سرپرست را پیدا کړه، له خپل لوري نه زمونږ لپاره یو مرستندوی را پیدا کړه!

په دې آیت کریمه کې الله جل جلاله مسلمانانو ته په ډاګه فرمايي چې تاسو ولې د مظلومانو لپاره نه جنګېږئ! ولې د هغو ناتوانه او بې وسه سړیو، ښځو او ماشومانو د خلاصون لپاره وسله نه پورته کوئ چې ظالمان ظلم پرې کوي؟! ولې د ظالم خوله نه ماتوئ!

مفسرین کرام فرمايي چې په آیت کریمه کې له کلي نه مراد مکه مکرمه ده، ځکه هلته به کفارو په مسلمانانو ظلمونه کول، [3] خو دا حکم یوازې تر مکې مکرمې پورې نه دی ځانګړی شوی، بلکې تر هر وخت او هر ځای پورې عام دی.

عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « سيد الشهداء يوم القيامة حمزة بن عبد المطلب ، ورجل قام إلى إمام جائر ، فنهاه وأمره ، فقتله »[4]

ژباړه: له عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ د شهیدانو سردار حضرت حمزه بن عبد المطلب رضی الله عنه دی، او هغه سړی چې ظالم پادشاه ته ور جګ شي، له بدو یې ایسار کړي او په ښو امر ورته وکړي، او هغه یې ووژني.

په دې حدیث شریف کې هغه څوک هم شهید بلکې د شهیدانو سردار ګڼل شوی چې د ظالم پاچا په وړاندې د حق خبره وکړي، او هغه یې ووژني، د یادونې ده چې ښو ته په بلنه او له بدو په ایسارولو کې دا هم راځي چې د مظلوم حق ترې وغواړي، یا خپل حق ترې وغواړي، بلکې په بل روایت کې راځي چې د ظالم پاچا په وړاندې د حق خبره وکړي. او د حق خبره بیا عامه ده، هر حق پکې راتلی شي، مطلب دا چې له حق نه په دفاع کې چې هر مسلمان وژل کېږي، هغه شهید دی.

نور بیا…

[1] – صحیح مسلم. باب الأمر بإحسان الذبيحة.
[2] – المستدرک علی الصحیحین للحاکم. باب: أتريد أن تميتها موتتين.
[3] – تفسیر الطبري. سورة النساء، آیت ۷۵. تفسیر ابن کثیر. تفسیر روح المعاني، تفسیر البغوي، تفسیر التحریر والتنویر و…..
[4] – المعجم الأوسط للطبراني (28)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د