افغانستان

طالبان: تر اوسه مو ۴۱ کلي نیولي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند په کندوز کې د هغې جګړې د لاسته راوړنو او تلفاتو په اړه تفصیلي جزئیات خپاره کړي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې په دې ولایت کې د عزم عملیاتو په نامه پیل کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې په کندوز کې دولتي عسکرو مورال له لاسه ورکړی او په وارخطا حالت کې دي. نوموړی زیاتوي چې د ګډ حکومت له ګوتو هر څه وتلي اوس تنها پروپاګند او د غلطو راپورونو خپرول ورپاتې دي.

ښاغلي مجاهد د هغو عسکرو، اربکیانو، ټانګونو، رینجر موټرو، پوستو او وسلو دقیقې شمیرې په ډاګه کړي چې په دغو عملیاتو کې یا له مینځه تللي او یا روغ رمټ د طالبانو لاس ته ورغلي.

رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد ویلي چې تر اوسه پورې يې ټول ټال ۲۳۲ عسکر، پولیس او اربکیان، ۲۰ ټانګونه او ۱۳ رینجر موټر په بشپړ ډول له مینځه وړي. نوموړي د ۵۸ اربکیانو، ۱۲ ټانګونو، ۱۱ رینجر موټرو، ۱۱ موټر سایکلونو او سلګونو میله وسلو د روغ رمټ نیولو خبر هم ورکړی.

د مجاهد په وینا دغه لاسته راوړنې يې د کندوز په مرکز سربېره، د امام صاحب، قلعه زال، علي اباد، دشت ارچي او چهاردرې ولسوالیو کې تر لاسه کړي.

نوموړی وايي چې په یادو ولسوالیو کې يې د شپږ ورځنیو عملیاتو په پایله کې تر دمګړۍ ۴۱ کلي نیولي او دولتي عسکر یې ترې شړلي دي.

ذبیح الله مجاهد په دغې جګړه کې د خپلو ۹ تنو جنګیالیو د وژنې خبره تاییدوي او زیاتوي چې «له دې څخه د زیاتو مجاهدینو د شهادت او زخمي کیدو آوازې خپرول چې د دښمن لخوا يې ادعا کيږي هيڅ حقیقت نلري».

د ښاغلی مجاهد په وینا دښمن یې ځکه د طالبانو تلفات درانه ښيي چې خپله ناکامي وپوښي او خپلو عسکرو ته مورال ورکړي.

د یو بل خبر له مخې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د دیوان قشلاق سیمه د طالبانو لاس ته ورغلې، طالبانو د پیښې د تایید تر څنګ زیاته کړې چې بېګا شپه یې ۱۸۰ تنه عسکر او پولیس له یادې سیمې څخه تیښتې ته اړ کړل او نوموړې سیمه په بشپړه توګه د دوی تر واک لاندې راغله.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ولسي جرګې له غړو غوښتنه کړې وه چې د طالبانو لاسته راوړنې او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو له خپرولو ډډه وکړي ځکه چې د نوموړي په باور، د طالبانو د پرمختګ راپورونه وېره او وارخطايي زیاتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
sabavoonbahar

صباوون بهار

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x