کندهار کې په امریکايي عسکرو سرښندونکی برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په دامان ولسوالۍ کې په امریکايي عسکرو د موټر بم په واسطه سرښندونکی برید شوی او ۱۱ امریکایانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پیښه تایید کړې خو تلفات نه مني او وايي چې سرښندونکي بریدګر یې هدف ته له رسیدو وړاندې په نښه کړی او د خپل موټر بم په انفجار کې له مینځه تللی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي چارواکو ادعا «کاملا دروغ او غلطه» بللې او زیاته کړې یې ده چې ۱۱ امریکايي عسکر لیدل شوي چې د پیښې له ځایه په مړه او ټپي حالت کې انتقالیدل.

نوموړی وايي چې امریکايي عسکر د ارغستان پول سره نږدې له خپلو ټانګونو راښکته شوي وه او په سیمه کې په تجمعي شکل ولاړ وه چې د سرښندونکي برید ښکار وګرځیدل.

د پیښې په اړه د خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې ذبیح الله مجاهد د کندهار د چارواکو د هغو څرګندونو چې ګواکې برید یې شنډ کړی، لامل دا په ګوته کړی چې دولتي چارواکي اجازه نه لري چې له رسنیو سره د خارجي ځواکونو په تلفاتو خبرې وکړي، نو په خبره یې، ځکه له ټولو تلفاتو چورلټ انکار کوي.

مجاهد د دغه سرښندونکی بریدګر نوم «مطیع الله کندهاری» یاد کړی او ویلي یې دي چې د عزم عملیاتو په لړ کې لومړی سرښندونکی برید وه.

باید وویل شي چې ګډ حکومت د عزم په نامه د طالبانو د عملیاتو له پیل سره جوخت دولتي رسنیو ته امر کړی چې د عامه مورال د ساتنې په موخه د طالبانو د پرمختګونو له نشرولو ډډه وکړي. تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ولسي جرګې له غړو څخه غوښتنه وکړه چې له رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو د لاسته راوړنو له یادونې څخه لاس واخلي ځکه چې په باور یې د طالبانو پرمختګونه وېره او وارخطايي خپروي.
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د