افغانستان

کندز: امریکايي جنګي الوتکو ولسي وګړي بمبار کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت کندز کې امریکايي جنګي الوتکو ولسي وګړي بمبار کړي دي.

په کندز کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې طالبانو د حکومتي عسکرو په مرکزونو بریدونه پیل کړي او د راپورونو له مخې د کندز ولایت مرکز ته څېرمه سیمو ته رسیدلي دي.

په جګړه کې د حکومتي عسکرو تر «ماتې» وروسته امریکايي ځواکونو سیمې ته جنګي الوتکې ولېږلې څو کندز ولایت له سقوطه وژغوري.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې امریکايي او افغاني سرچېنو تایید کړې چې امريکايي ځواکونو کندز ولایت ته جنګي الوتکې تر هغه وروسته لېږلي چې طالبانو ددغه ولایت د نیولو لپاره توند عملیات پیل کړي او ډيری سیمې یې نیولي دي.

امريکايي ځواکونو د جنګي الوتکو د لېږلو په اړه جزییات نه دي ورکړي چې د کومې موخې لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.

خو د کندز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې امریکايي الوتکو د امام صاحب ولسوالۍ په کلتیپه سیمه کې په ولسي وګړو بمباري کړي چې له کبله یې ۶ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

په ټپيانو کې ۱ سپينږیری، ۲ ماشومان او ۳ انجونې دي او د ولسي وګړو ډيری کورونه هم تخریب شوي دي.

په کندز ولایت کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ جګړې روانې دي او په وروستیو کې طالبانو ویلي چې یوازې په دغه ولایت کې یې ۴۱ کلي، ۵۸ اربکیان، ۱۲ ټانګونه، ۱۱ رینجر موټر، ۱۱ موټر سایکلونه او سلګونه میله وسله د روغ رمټ نیولي.

دوی همدا راز زیاته کړې چې د کندز په جګړو کې یې ۲۳۲ عسکر، پولیس او اربکیان، ۲۰ ټانګونه، ۱۳ رینجر موټر له منځه وړي دي.

طالبانو په دغو جګړو کې تر دې مهاله د خپلو ۹ ملګرو وژنه هم تایید کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx