
کنړ کې دوه ښوونکي وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۱مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په ختیځ ولایت کونړ کې ناڅرګندو وسلهوالو ۲ ښوونکي وژلي دي.
د کنر ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل وايي چې دغه ښوونکي نن شاوخوا ۱۱ بجې د دانګام ولسوالۍ په بیداد سیمه کې وژل شوي دي.
هغه ددغو ښوونکو د وژنې پړه پر طالبانو ور اچولې او په وینا یې طالبان نن دغه سیمې ته داخل شوي او دوه ښوونکي یې وژلي دي.
امنیتي چارواکو د ولسي وګړو د وژنې مسوولیت زیاتره په طالبانو ور اچوي.
تر دې دمه د ښوونکو د وژل کېدو انګیزه معلومه نه ده او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي.
طالبانو په اړه ویل کیږي چې ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو ته څه نه وايي او د دوی تر واک لاندې سیمو کې یې سلګونه ښوونځي فعال دي.
د بیداد سیمه غرییزه ده او د دانګام ولسوالۍ په دوه کیلومترۍ کې پرته ده.