افغانستان

د کندوز بېړني حالت نورالحق علومي تر دغه ولایته وڅکاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۱۰مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د کندوز د امنیتي وضعیت څېړلو او په دغه ولایت کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو له کبله دغه ولایت ته بیړنی سفر کړی دی.

علومي ددغه سفر پر مهال ویلي چې په شمال ولایتونو جګړه د هغو کسانو لخوا روانه ده چې اساسي قانون مني خو شخصي ګټو ته پر ملي ګټو ترجیح ورکوي.

هغه زیاته کړې چې کندوز سقوط نه کوي بلکې دولت به ددغو کسانو لمن ژر ورټوله کړي.

طالبانو په دې وروستیو کې د کندوز ولایت ډیری سیمې نیولي او دولتي چارواکي وايي چې که تازه دمي عسکر سیمې ته ونه لېږل شي دغه ولایت به سقوط وکړي.

علومي ویلي چې د هېواد جنوب دښمنانو او شمال دوستانو خراب کړی دی. هغه پرته له دې چې د کوم کس یا ډلې نوم یاد کړي وویل چې جګړه د کندهار، هلمند، زابل او غزني څخه پیل شوې او په کندوز، بدخشان او بغلان کې به پای ته ورسيږي.

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې چې د طالبانو د کندوز ولایت د مرکز په ۶ کیلومترۍ کې پراته دي ویلي چې دغه ولایت کې ۶،۰۰۰ پولیس موجود دي او ډير ژر به دغه نارامه ولایت د وسله‌والو مخالفینو څخه پاک کړي.

د ګډ حکومت دغه وزیر په خپلو عسکرو غږ کړی چې په طالبانو رحم ونه کړي.

نوموړي تر دې وړاندې په بدخشان ولایت کې پولیسو ته امر کړی و چې طالبان دې زندانونو ته نه رسوي.

په عین حال کې د کندوز والي محمد عمر صافي ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې حکومتي عسکر توانیدلي چې طالبان له ځينو سیمو وباسي او شاتګ ته یې اړ کړي.

هغه له خلکو غوښتي چې د حکومتي عسکرو سره مرسته وکړي.

خو په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې «مریم کوفي» بیا طلوع نیوز ته ویلي چې د کندوز د جګړې په اړه د دولت د ویاندویانو څرګندونې هیڅ حقیقت نه لري او په دې ولایت کې د طالبانو واک ورځ تر بلې پراخیږي.

مریم کوفي زیاته کړې چې پخپله د هیواد شمال ته تللې او تېره شپه راغلې ده، او د هغو حالاتو څخه ښه باخبره ده چې په شمال کې پیښیږي. هغه زیاتوي چې په کندوز کې حالات ډیر خراب دي او طالبانو په یو وخت کې له ګڼو لوریو څخه سخت بریدونه پیل کړي چې اوسمهال د کندوز دروازې ته رسیدلي.

په کندز ولایت کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ جګړې روانې دي. طالبان ویلي چې د عزم عملیاتو په ترڅ کې یې یوازې په دغه ولایت کې یې ۴۱ کلي، ۵۸ اربکیان، ۱۲ ټانګونه، ۱۱ رینجر موټر، ۱۱ موټر سایکلونه او سلګونه میله وسله د روغ رمټ نیولي.

دوی همدا راز زیاته کړې چې د کندز په جګړو کې یې ۲۳۲ عسکر، پولیس او اربکیان، ۲۰ ټانګونه، ۱۳ رینجر موټر له منځه وړي دي.

هغوی په دغو جګړو کې د خپلو ۹ ملګرو وژنه هم تایید کړې ده.

خو دولتي سرچېنو بیا د ۱۴۰ طالبانو د وژنې او ۱۲۰ نورو د ټپي کېدنې ادعا کړې. دوی د ۲۰ عسکرو وژل کېدل او ۲۸ نورو ټپي کېدنه هم منلې ده.

د «عزم» په نامه د طالبانو په سږنو عملیاتو کې زیات فشار په شمالي بدخشان، کندوز او فاریاب ولایتونو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د علومی ملحد دا خبره چه د شمال دوستان او د جنوب دشمنان د دی جګړی مخکښان دی ، فکر کوم ، چه علومی کمونست فکر کوی چه اوس هم د کمونستانو دوره ده چه جنوب ( پاکستان ، امریکا او اسلامی نړی ) به یی نه پخلاکیدونکی دشمنان ګڼل او شمال ( کمونستی نړی او شوروی اتحاد ) به یی هر اړخیزه دوستان یا خدایان ګڼل ، اوس یی هماغه خبره کړی ، مګر اوس یی دی د نوو بادارانو د د ستور له مخی کوی غواړی چه شمال او جنوب سره وویشی ، د علومی همدا خبره د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x