
په پغمان کي د یوې کندهارۍ کورنۍ سره سوي د زړه لړزونکي جنایت قصه
لیکوال: محمد قلندرزی
د پنج شنبې په ورځ په پغمان ولسوالي کي استوګن د شاه ولي کوټ څخه راغلي حاجي مولاداد کور ته د شپې غله ورغله. نوموړئ په پغمان کي یوازي د خپلي میرمن او درو نابالغه لوڼو سره اوسیدئ. غلو د نوموړي د کور څخه یوه زیاته اندازه سره زر، پیسې، یوه عراده ټو ډي کورولا غلا کړل او نومړئ یې په شهادت ورساوه. د نوموړي شخص یوه ګاونډي د پیښي په اړه داسي معلومات راکړه: غله د شپې راغلي او حاجي مولاداد (چي د مسرأباد د حاجي مولاداد په نوم شهرت لاره او د یوه وخت راهیسي په پغمان کي استوګن سوئ وو) یې د کوره را ایستئ، نوموړئ یې په چاقوګانو وواهه او څاه ته یې وغورځوئ، د کور څخه یې یوه اندازه پیسې او سره زر اخیستي، د نوموړي ټوډي کورولا موټر یې هم د ځانه سره بوتله. غلود نوموړي میرمن هم د ځانه سره تر یو ځایه پوري بیولې ده بیا یې یو ځای د موټر څخه وغورځوله. کله چي سهار د نوموړي ګاونډیان خبر سول چي مقتول او میرمن یې ورک دي او په کور کي یې یوازي لوڼي پاته دي نو د نوموړي د ورور د تماس شمیره یې معلومه کړې ده او هغه ته یې د پیښي په هکله خبر ورکړئ دئ. کله چي د نوموړي ورور پغمان ته رسیدلئ دئ او د پیښي په هکله د پولیسو سره په تماس کي سو نو خبر سو چي د مقتول میرمن په قومنداني کي بندي ده او د قومنداني امیر جنایي د خپل میړه د قتل دوسیه ورته اچولې ده. دمقتول ورور فوراً د موضوع په هکله د تورن عبدالخالق، عبدالرحیم ایوبي او لالي حمیدزي په شمول په پارلمان کي د کندهار او هلمند د وکیلانو سره تماسونه نیولي دي چي حد اقل د هغه د ورینداري د خلاصون په چارو کي مرسته ورسره وکړي خو متاسفانه د نوموړو وکیلانو د سوړ عکسالعمل سره مخ سو او د هغوئ څخه هیڅ څوک هم د مقتول د ورور مرستي ته نه راغلل.
بیا چي کله د کرزد صالح محمد خان زوئ دوست محمد خان تصادفاً د پیښي څخه خبر سو نو یې د خپل ملګري حاجي پیر محمد کاکو (چي د غره د کلي د حاجي پیر محمد په نوم شهرت لري او د دامان ولسوالي د انکشافي شورا رئیس هم پاته سوئ دئ) سره په ګډه د پغمان امنیې قومنداني ته ورغلل څو د مقتول میرمن راخوشي کړي. د مقتول د میرمن د قوله د جنایي امیر او نورو پولیسو د نوموړي څخه په پاړسي ژبه تحقیق کاوه او نوموړې میرمن یواځي په خپله مورنۍ ژبه پښتو خبري کولای سي او پاړسي یې نه ده زده. د مقتول ورور ویل چي کله دئ کور ته ورغلئ او د خپل ورور د جسد د موندلو لپاره یې هڅي پیل کړې نو خبر سو چي د جنایي په راپور کي لیکل سوي وه چي جسد ورک دئ. کله چي نوموړي په سرای کي موجود د څاه اوبه وکتلې نو د څاه اوبه ژړي وې. کله چي د مقتول ورور د ولسوالي د جنایي د امیر څخه وغوښتل چي پولیس دي د څاه څخه دده د ورور جسد په را ایستلو کي مرسته وکړي نو د جنایي د امیر د سخت غبرګون سره مخامخ سو. هغه ټینګار کاوه چي جسد په څاه کي نسته او د مقتول ورور، مقتول او د هغه کورنۍ ته یې عمومي ښکنځلي کولې. د مقتول ورور د همسایه ګانو په مرسته د خپل ورور جسد د څاه څخه راوایستئ. کله چي حاجي دوست محمد خان او حاجي پیر محمد د پولیسو څخه د میرمني د خوشي کیدو غوښتنه وکړل نو د امینتي پرسونلو لخوا د میرمني د خلاصون په لاره کي د خنډونو اچولو هڅه وسول. کله چي موضوع د ګواښونو او امکاني مسلح برخورد ته ورسیدل نو امنیتي پرسونل حاضر سول چي نوموړې میرمن په ضمانت خوشي کړي. د پیښي د شاهدانو د قوله څخه د قومنداني د آمر جنایي لخوا د مقتول د جسد د پټولو او په پیښه کي د مقتول د میرمن د راښکیلولو د هڅو څخه د ورایه معلومیدل چي د امنیې د قومنداني پرسونل د غلو او قاتلانو د پټولو هڅي کوي.
پورته ذکر سوې پیښه نه یوازي د کابل د امنیتي ادارو د ژور اداري فساد یوه بیلګه ده بلکه د افغانستان په غیر مسئون محیط کي د کندهاریانو د ټولنیزي بیحسي او سربډاګه ژوندانه څخه هم څرګندونه کوي. د کابل ښار چي د هیواد د خطرناک ترینه مافیاوو په ولکه کي دئ د نورو ولایتونو خلګ منظم ټولنیز او محطاطه ژوند پکښي کوي. په کابل کي که چیري د کوم شخص سره د دولتي یا غیر دولتي ځواکمنو لخوا کوم غیر انساني چلند کیږي نو د نوموړي د قوم، نژاد، سیمي یا ګوند د نورو افرادو لخوا هر اړخیزه مرسته ورسره کیږي.
که د پارلمان وکیل وي یا په دولتي اداره کي کوم چارواکئ د خپلي سیمي، قوم، نژاد یا ګوند پوري تړلي د هر فرد سره زړه د اخلاصه مرسته کوي. دا یوازي د کندهار، هلمند او ارزګان وکیلان، چارواکي او سیاسي رهبران دي چي د خپلو خلګو په اړه هیڅ مسولیت نه احساسوي. نوموړئ مقتول چي د کندهار ولایت څخه سربیره د پخواني ولس مشر قومي هم وو نه یوازي په نهایت مظلومیت په چاقو ګانو ووژل سو، بلکه د خپلي ټولي دارایي د لوټیدلو سربیره د هغه دمړیني وروسته په ناموس باندي یې هم لوبي وسوې.
د لوئ کندهار خلګ چي ځیني یې د طالبانو د اسلامي تحریک سره ولاړ دي او د خارجي اشغالګرو سره د جګړې په بیه ستري قربانئ ورکوي او ځیني یې د افغانستان اسلامي جمهمریت سره ملګري دي او په افغانستان کي د یوې باثباته دولتي نظام د راوستلو په ارمان د خپلو ورونو سره جګړه کوي، هیڅ کله یې ارام ژوند نه دئ درلودلئ. دوئ که د خپلو او پردو سره جګړې کوي خو د خپل دښمن د ناموس په بې احترامي دغومره خواشیني کیږي لکه د خپل په ناموس چي یې خوا بدیږي. کله چي د ټوپکیانو په وختو کي د عصمتي ملیشو لخوا د یوې وردګي میرمن سره بیعفتي وسول نو د کندهار ټولو متحاربو ټوپکیانو په ګډه د عصمتیانو پر ضد عملیات وکړل او په ضرب کي څو ورځو پوري یې د کندهار څخه تر بولدکه پوري د عصمتیانو ټولي پوستې د بینه یووړلې.
کله چي د باغ پل پر ځینځیر د خان محمد مجاهد ټوپکیانو د هراته څخه راتلونکي میرمنو ته په بې عزته سترګه وکتل نو په مقابل کي یې عکس العمل د طالبانو د غورځنګ په شکل راپورته سو او ټوله افغانستان یې ولړزاوه. کله چي په کابل او شاوخوا سیمو کي د مولوي سیاف د کارنامو په سبب د حزب وحدت هزاره ګان وپاریدل او د پغمان او کابل د پښتنو میرمنو ته یې لاسونه وراوږده کړل، دا کندهاریان وه چي ددوئ مرستي ته راغلل او حزب وحدت ته یې په لږ وخت کي داسي ضربې ورکړې چي د پښتنو ویره یې بیرته په رګونو ورننه ایستل. دا چي نن په پغمان کي د کندهار څخه ورغلي یو جلاوطن شخص سره داسي ظلم کیږي، د کندهاریانو لپاره دومره ستر پیغور نه دئ لکه خپله د کابل او پغمان پښتنو ته چي پیغور دئ.
دا چي په پارلمان او د مشرانو په جرګه کي د کندهار وکیلان او د رژیم پخوانی ولسمشر چي په کابل کي هوسیږي او د کندهاریانو او خپل قوم په نوم ګټلئ ستر کریډیټ یې داسي وکاراوه چي د غلو د یووالي په رژیم کي ورونه یې په دواړو خواوو کي د سترو امتیازاتو څخه برخمن دي او د کورنۍ نیژدې غړي یې په سترو ملي پروژو کي پراخي ونډي لري ولي مسول نه بولم سبب یې دا دئ چي پلورل سوي انسانان هیڅ، دین، قوم او سیمي ته نوي وفاداره.
ددوئ مسولیت یواځي د هغه عناصرو غوښتني تسکینول دي چي په مهرباني یې دوئ دا موقفونه ګټلي دي. ټول پښتانه که د نړۍ په هر کونج کي وي د یوه نالیکلي محکم تړون په واسطه یو له بله سره تړلي دي چي موږ د پښتونوالي اصول ورته وایو. د پښتونولي مدني قانون د یوه پښتون د سر، جایداد او ناموس پر ساتنه بل پښتون مکلف کړئ دئ ولو که د ساتني دا هڅه د هغه د سر په بیه تمامیږي.
دا چي د پراخي اندازې پښتون نفوس لرونکي سیمه کي د یوه مسافر پښتانه او د هغه د کورنۍ سره داسي څه پیښیږي نو د هزارګانو، تاجکانو او اوزبکانو په سیمو کي استوګن پښتانه به څه کوي. دا چي په دې باب مي اسلامي مسولیتونو ته اشاره ولي ونه کړه (ټول افغانان دا دعوه کوي چي مسلمانان دي) سبب یې دا دئ چي زموږ په مینځ کي د اسلام او اسلامي مسولیتونو د تعین پرسر سخت اختلافات موجود دي. لمړی به د افغانستان علماء پریږدو چي د اسلام پر یوه واحد تعریف متفق سي بیا به نو وکولای سو چي ټولو افغانانو ته د هغوئ د اسلامي مسولیتونو په هکله یادونه وکړو.
داخو واقعا هم ډیر زیات زړه دردونکی جنایت ورسره شوی په ما خو یی ډیر بد تاثیر وکړ خو ته فکر مه کوه انشالله چی د عاملینو په …….به یی ضرور سوټی ځی ولی داهم یو منل شوی واقعیت دی چی د کندهار خلک څومره چی په افغانستان کی خیرخواهان لری هغومره بدخواهان هم لری او ددی وجه هم داده چی ددی ولایت خلکو همیشه د هیواد په ښی اړخی سیاست کی تر چپ اړخی ډیر زیات بارز رول لوبولی دی او د افغانستان په سیاست کی همیشه ټاکونکی نقطه ثابته شوی ده
صرف دومره وایم افغانه که پت عزت امنیت غواری رشتیا هم نوخپل سر واسلامی نظام ته نذرانه کره کنه نو توری سری به دھم معاف نشی اودمرگ نه هیسکله خلاصون نشته داسی مڑشه لکه طالب چی دورینداری په سر لوپٹه اچوی. نه داسی لکه مولی اردو ناپاک پولیس دهمدی دیمکراسی راوستلو لپاره زان وژنی دادهغولچکانوزاله ده مشر ئی پروفیسراداستادسیاف بزدل هغه علاقه ده چی دی پکی استوگن دی شااوخواهم هغه خلگ دی چی ده وفاداره دی
دحمید صاحب پرتبصره صرف دومره وایم
چی وغواری مجرمین ونیول شی همداپولیس
واضح تر ثبوت دی اوهم دادوی دی
مڑونه اول اقدام کوی
بیا ان شاالله وائی
بخشنه غوارم یقیناً چی خوب نرازی اوهم لاس رسی ورته نلرم
افغانه که غواڑی چی افغان پاته شم
نودهشت گرد شه تروریست شه چی کم نوم درتایژدی هم هغه افتخار دی
خنزیر زکه نجسترین حیوان دی چی هغه دیوث دی
نه ھم دقندهار یم نه دصرف دقندهار په غاڑه اچوم دامت اسلامی دزوانانو وظیفہ اوفریضه ده کنه نو په لالی کرزی اشپز گنجی باندی نشی
ما خو په پغما ن کی د یو پښتون سره د داسی ځوریدلو توقوع نه درلوداه!!
الله دی دغه کورنی ته صبر ورکړی
لوی خدای(ج) دی د دی ظالیمانو نصب بلکی دکافرانو مخکی دافغانیستانه نیستی کړی
ډیر بد کار شوی دی داچی په یوه قوم پسی بد ویل ښه کار ندی. خو دومره وایم چی د پغمان ۹۰٪ ولس که پښتون دی او که تاجک ښه خلک نه دی او د کابل په اکثرو سیمو کی غلاګانی او جنایتونه دوی کوی او د دوی د مشرانو لخوا چی ځانونه د اسلام ټیکه داران هم بولی حمایه کیژی. زما په نظر ددوی سره کومک او هم غږی منا سب نه بولم. د بلګی په توګه د حفیظ الله امین چی په قدرت ورسید دیر کمونستان چی دده سره یی کمک هم کری وو بندیان کرل. سیاف د… نور لوستل »
اشتباه فکر کوی نوری صاحب دا اوس هم ډیر وردګ د سیاف خبیث په ….. پسی ځوړند دی دا اوس هم د امریکایانو اجنټان له پغمانیانو نه په وردګو کی ډیر دی د امریکایانو د حملی په اولو وختو کی ډیرو وردګانو د یو ډول آلی په واسطه د طالبانو مرکزونه امریکایانو ته ورښودل او هغوی به بیا بمبارول او پدی کار به یی له امریکایانو ډیری پیسی لاسته راوړی وردګ هیڅکله هم د پغمانیانو مرستی ته ندی راغلی او نه پغمانیان دومره بی غیرته دی چی له وردګو نه مرسته وغواړی يو څو کندهاریان د استاد عبدالحلیم په مشری… نور لوستل »
پاسني محمود نامي ته: د محترم او معظم کلمې نه غواړم چې درته استعمال کړم او نه هم ددې وړ یې. ته په ښکاره په وردګو پسې بد وايې او ځان ته د خپل مفتي او قاید اعظم ملعون سیاف په شان براات ورکوې؟ زه د یوه وردګ په توګه دا وایم چې خپله پښتونولي نه غواړم ثابته کړم او نه هم راته ارزښت لري ځکه اسلام دی چې د قومونو تفوق او برتري یې له منځه وړې! او دا به ته راسره ضرور منې. خو راځم ستادې پوچې خولې ته. ۱- ته پخپله وایې په هرچا کې ښه او… نور لوستل »
ښاغلی مدیر صاحب
د مهربانی له مخې پورتنی نظریه مې سانسور نکړی، ځکه دې محمود نامي زما احساسات راوپارول او د اصلې موضوع څخه یې بې لارې کړم.
مننه