fbpx

د کابل انترنیت قطع شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): دمخابراتو چارواکو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتو کې د انترنیت پرې کېدو لامل په تورخم کې د نوري فایبر شبکې د کیبلونو قطع کېدل ښودلي دي.

د افغانستان د مخابراتي تنظیم ادارې (اترا) رییس خیرمحمد فیضي ویلي چې د تورخم سره نېږدې د نوري فایبر شبکې کیبلونه له منځه تللي او له همدې کبله د پلازمېنې کابل انترنیت قطع شوی دی.

نوموړی زیاته کړې چې د نوري فایبر شبکې تاسیسات افغان ټیلي کام پورې تړلي چې د تورخم او لنډي کوتل په سیمه کې له منځه تللي دي.

هغه ډاډ ورکړی چې د کیبلونو په جوړولو کار روان دی او تمه ده چې ژر به انترنیت جوړ شي.

فیضي وویل چې د نوري فایبر د کیبلونو د تخریب په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه لري خو دی فکر کوي چې په سړک د درندو موټر تګ راتګ او یا هم د ځمکې ښوېدلو له کبله کیبلونو له منځه تللي او پرې شوي دي.

افغانستان د پنځو ګاونډیو هېوادونو سره د فیبرنوري د لارې تړل شوی دی.

د نوري فايبر شبكې كار په ۲۰۰۷ ميلادي كال كي پيل کړی ، چې د افغانستان ډیری ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

افغانستان د کال لسګونه ملیونه ډالره عواید له نوري فایبره تر لاسه کوي او چارواکي وايي، که ټول هیواد ته دغه شبکه وغځیږي نو دغه عواید به لا ډیر شي.

ددغه انټرنیټ ظرفیت د ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ز کال پورې په ثانیه کې له ۲میګابایټه تر ۱۶ میګا بایټ ته لوړ شوی دی.

خو په دې وروستیو کې د انترنیت قطع کېدل او سستېدل په ټولنیزو وېبپاڼو کې غبرګونونه پارولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د