پر ملالې یوسفزۍ د برید په تور۱۰ کسان په بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د «ترهګرۍ مخنیوي ځانګړې محکمې» لس کسان په ملالې یوسفزۍ د برید په تور په عمر بند محکوم کړي دي.

ملاله یوسفزۍ باندې په ۲۰۱۲ کې برید وشو. پاکستاني او لویدیځو رسنیو دغه برید د پاکستاني طالبانو کار وباله.

په نوموړې برید لویدیځوالو په کلکو ټکو وغندلو او دا یې د تعلیم ضد عمل وګڼلو.

د «ترهګرۍ د مخنیوي خصوصي محکمې» په ملالې یوسفزۍ د برید په تور نیول شوو لسو کسانو ته ۲۵-۲۵ کلونه بند سزا ورکړله.

ملاله یوسفزۍ تر هغه وروسته لویدیځو رسنیو وځلوله چې په سوات کې پاکستاني ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل او نوموړې د انجونو د تعلیم لپاره غږ پورته کړ.

ملالې یوسفزۍ په سوات کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د جګړو پر مهال ګل مکۍ په نوم بي بي سي اردو ته لیکل کول. خو دا لا معلومه نه وه چې دغه لیکل نوموړې د کومې لارې دغې رسنۍ ته لېږل او هغوی خپرول. همدا راز شننونکي وايي هغه لیکنې چې د نوموړې په مستعار نوم خپرې شوي د هغې تر سویې ډيرې پورته دي.

ملاله یوسفزۍ باندې تر برید وروسته نوموړې ډير ژر د پاکستان د پوځ اعلی قومندانۍ ته او بیا له دغه ځایه برمینګم روغتون ته ویوړل شوه.

هغه که څه هم په سر په مرمۍ لګېدلې وه خو تر عملیاتو وروسته بېرته روغه او عادي حالت ته وګرځېدله.

ملالې یوسفزۍ ته په ۲۰۱۴ کې د نوبل جایزه ورکړل شوه او اوس یې لویدیځوال د نړۍ د با اثرو شخصیتونو څخه ګڼي.

په ملالې یوسفزۍ تر برید وروسته د پاکستاني پوځ پخواني افسر او د طالبانو لوړپوړي مشر عدنان یوسفزي په نوم یو لیک چې ملالې یوسفزۍ ته یې لیکلی و، هم خپور شوی و.

هغه د طالبانو لخوا په نوموړې برید رد کړی و او په وینا يې طالبان هېڅکله په ښځو نه لاس پورته کوي او نه یې د زده کړو مخالف دي.

عدنان رشید په دغه لیکنه کې له ملالې یوسفزۍ پوښتلي چې «که چیرې ته د امریکایانو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ویشتل شوې وې ایا نړۍ به شېبه په شېبه ستا د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات خپاره کړی وای؟ ایا ته به د «ملت د لور» په لقب یاده شوې وی؟ ایا خبري رسنیو به ستا په اړه شور او غالمغال جوړ کړی وی؟ ایا جنرال کیاني به ستا پوښتنې ته درغلی وی؟ ایا د نړۍ رسنۍ به په دوامداره توګه ستا په اړه راپورونه نشر کړی وی؟ ایا ته به ملګرو ملتونو ته وربلل شوې وی؟ ایا د ملالې نړیواله ورځ به اعلان شوې وی؟»

نوموړي زیاته کړې چې «د ۳۰۰ نه زیاتې بې ګناه ښځې او ماشومان د بې پیلوټه الوتکو په بمبار کې وژل شوي دي خو هیڅ څوک يې په غم کې نه دي ځکه چې حمله کوونکي د اوچت تعلیم درلودونکي، غیرمتشدد، او سوله خوښي امریکایان دي.»

په ملالې یوسفزۍ د برید په اړه د سیمې ولسونه په دې باور دي چې نوموړې د لویدیځ د توطیو ښکار شوې او اوس د هغوی د لاس آله ده.

تبصرې (2)

  • د ګلمکی ( ملالی یوسفزی ) په اړه لویدیز فلمونه جوړ کړی او جوړوی ، د نوبل جایزه یی ورته د شهرت د پاره ورکړه ،
    تاسی د هلیبروک ( د پاکستان او افغانستان د پاره ځانګړی استازی ) ویدو ته مراجعه وکړی هغه میټینګ کی د ګلمکی ښکلی مور او پلار هم برخه لرله د امریکا او پاکستان د استخباراتو ډیر لوړ پوړی جنرالانانو هم برخه لرله ، او دا میټینک د ګلمکی په کور کی تر سره شو . که دا د راتلونکی د پاره لویه پروژه نه وی د یوی ۱۴ کلنی ښکلی پیغلی د پاره د دومره لوړ پوړو د ګډون څه اړه وه .
    دا چه ګلمکی د پاکستان استخباراتو ویشتله او یا اصلا لګیدلی هم نه ده ، ځکه یو ځل یی د سر د زخم ښی اړخ دعوی شوی وه ، مګر د ګلمکی چپ اړخ باندی پلستر لګول شوی وو ، چا یی تلیفونی ویدو اخستی وه ، اوله کی ښکاره شوه خو ژر بنده شوه ، ګلمکی د همدغه خوږو وروسته الوتکی ته په خپله روانه ده چه وخیژی ، داسی نور او نور ، دا چه هر څه وو هغه پټ وو ، مګر څه چه ښکاره دی هغه دا چه دا د فلم شروع ده ، یا دا هغه برخه ده چه دوی ورباندی سرمایه ګذاری وکړه ، دا چه له دی ملالی به څه لاسته راوړنی راتلونکی کی لری ، دا وروسته خبره ده له سرمایه ګذاری یی معلومیږی چه لوی څه دی . ولی یو کار چه زمونږ د ویاړلی میوند د ملالی نوم چه یی په دی کیښودلو دا زمونږ د سپیڅلتیاوو سپکوالی وو