افغانستان

اروپایي اتحادیه: ګډ حکومت دې ژر تر ژره فساد له منځه یوسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): اروپايي اتحادیې د ګډ حکومته غوښتنه کړې چې په خپلو ادارو کې دې ژر تر ژره فساد له منځه یوسي او زیاته کړې یې ده چې ګډ حکومت دې د فساد پر خلاف د شکلي مبارزې پر ځای بنسټیز ګامونه پورته کړي، او د افغانستان په جسم کې د کینسر په ډول پراخ شوی فساد دي له بیخه وباسي.

دغه غوښتنه په کابل کې د اروپا اتحادیې ځانګړي نماینده ښاغلي فرانز مایکل میلبن کړې، او نوموړی په افغانستان کې د فساد پر ډولونو غږیدلی.

مایکل میلن وویل چې یو ټیټ سطحه فساد دی، په کوم کې چې کله عام افغانان دولتي ادارو ته مراجعه وکړي، نو د مامورینو د فساد او رشوت اخیستنې سره مخ شي، او په یوه بله بهانه کړول کیږي، تر څو زیات رشوت ځیني واخیستل شي، او دوهم په لویه سویه فساد دی، چې د حکومت لوی چارواکي او دولتي منسوبین په کې لاس لري، چې په هغو کې د ځمکو پر سر اختلاف، ځمکو غصب، د لوی شرکتونو او هیوادونو سره قراردادونه او نور دي.

نوموړي وویل چې دا خو اسانه ده چې د دولت ټیټ رتبه مامورین د فساد په تور ونیول شي، او محاکمه شي، خو زیاته یې کړه چې د فساد بېخ او جړ د لویه سره دی، چې ګډ حکومت باید پاملرنه ورته زیات کړي.
نوموړي په مشخص ډول د چا نوم نه دی اخیستی، او نه یې کوم رسمي جهت د فساد په تور تورن کړی، خو زیاته یې کړه چې په دولت کې فساد نور د برداشت نه دی.

باید وویل شي چې افغانستان د تیرو څو کلونو راهیسي د نړۍ په سطحه د فساد په ترتیب کې اول او دوهم نمبر هیواد دی.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د ټاکل کیدو تر مخه داسي ویل کیدل چې نوموړی به د هیواد څخه د فساد په له منځه وړلو کې لوی ګامونه پورته کړي، او دغه ناسور به د افغانستان د حکومت څخه ختم کړي، خو د کتونکو په نظر تیرو اتو میاشتو دا جوته کړه، چې نوی حکومت هم د فساد سره په مبارزه کې ناکامه شوی، او داسي نه ښکاري چې په دې اړه دې خاص پرمختګ شوی وي.

ځیني شننونکي وايي چې د اشرف غني او عبد الله تر منځ د کابینې او واک پر سر لانجې هم ددې لامل ګرځي چې د حکومت په کارونو کې سستوالی راشي، او د فساد کولو او رشوت اخیستلو ته زمینه برابره سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هماغه نړیوال فساد ، چه دغه مفسدین یی په زور کینولی ، هغوی ته مستقیم او غیر مستقیم دستور ورکول شوی ، د مجازاتو په نه ورکولو یی تشویقوی ، او چه څوک ډير فساد کوی د هغوی معاشونه او مقامونه لا ډیر زیاتوالی او لوړوالی کوی او بیا هم دغه لوی فساد ، کوچنیو مفسدینو ته وایی چه دغه فاسده اداره دی نور فساد بس کړی ، او که دا معنی چه دوی د هر اړخیزو ناکامیو سره مخ شوی ، دا د ځان د پاره د وړو پوزه ږدی ، چه که غلامه اداره د فساد مخه نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x