افغانستان

کندهار: رومانیا وايي څلور عسکر یې ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د رومانیا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د کندهار په چاودنه کې د دوی څلور تنه عسکر ټپیان شوي.

د رومانیا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه څلور تنه روماني عسکر نن د کندهار د ښار څخه په ۸ کیلومترۍ کې هغه وخت ټپیان شول، کله چې هغوی په ګزمه بوخت وه، او د یوې ناببري چاودني سره مخ شول.

خبرپاڼي زیاته کړې چې دغه عسکرو ته لومړنۍ طبي مرسته د چاودني په ځای کې ورسیدل، او وروسته روغتون ته انتقال شول.

رومانیا په افغانستان کې ۶۲۵ عسکر لري، چې د ناټو تر چتر لاندي دنده پر مخ بیايي.

باید وویل شي چې نن د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ چې د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې د ارغستان پول سره څیرمه هغه وخت د بهرنیو ځواکونو په یوه کاروان برید تر سره شو، کله چې هغوی سره را ټول شوي وه، چې په ترڅ کې ۱۱ تنه بهرني عسکر مړه او ټپیان شول.

له دې تر مخه د کندهار ولایت چارواکو ویلي وه چې دوی نن د دامان په ولسوالۍ کې یو تن طالب سرښندونکی بریدګر خپل هدف ته تر رسیدو مخکي کشف کړ او له منځه یې یووړ، خو ذبیح الله مجاهد د دولتي چارواکو دغه خبره رد کړه، او زیاته یې کړه چې دولتي چارواکي اجازه نه لري تر څو له رسنیو سره د خارجي ځواکونو په تلفاتو خبرې وکړي، او په خبره یې، ځکه له ټولو تلفاتو چورلټ انکار کوي.

نوموړي د سرښندونکي بریدګر نوم مطیع الله کندهاري ښودلی، او زیاته کړې چې د عزم عملیاتو په تسلسل کې دا لومړی سرښندونکی برید وو، چې په کندهار کې تر سره شو.

هغه د نورو ورته عملیاتو ګواښ هم کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی او خنده اوره ، وایی دروغګویی یا دروغچن حافظه نه لری ، د دوی امنیتی تړون خو ژمنه کړی ، چه له دی تاریخ وروسته به هر څه افغانی عسکرو ته سپاری ، او دوی به یوآځی د روزنی مسولیت په غاړه لری ، په داسی حال چه د په کندوز کی د دوی زمینی او هوایی قوه په جنګ کی ونډه اخلی ، او په کندهار کی جنګ هم نشته ، ګزمه کول خو افغانی عسکر هم کولی شی خارجیان که له جنګ وتلی وی د ګزمو سره یی څه کار دی ، او که کوی دا یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x