سیګار: امریکا میلیاردونه ډالر په افغان امنیتي ځواکونو ضایع کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د بیا رغونې د څار امریکايي اداره (سیګار) وايي چې د یوې لسیزې تېریدو او میلیاردونو ډالرو مصرفېدو سره سره هم اوباما حکومت په دې اړه هېڅ معلومات نه لري چې څومره پولیس او اردو د طالبانو سره د جګړې لپاره تیار دي.

واشنګټن ټایمز په خپل راپور کې د سیګار د ادارې یو مشر جان سپوکو له قوله لیکلي چې د ۱۱۰ میلیارده ډالرو د حسابونو تر تصفیه کولو وروسته ورته معلومه شوه چې په افغانستان کې د بیا رغونې په برخه کې ډيری امریکايي مرستې ضایع او غلا شوي دي.

په دغه څلویښت مخيزه راپور کې ویل شوي چې نه امریکا او نه هم ګډ حکومت په دې اړه سم معلومات لري چې څومره افغان پولیس او عسکر د دندې لپاره تیار دي او کولای شي نظامي عملیات تر سه کړي.

د پسرلي په رابرسېره کېدو سره طالبانو په بریدونو کې تېزوالی راغلی دی.
بدخشان، کندوز، فاریاب، هلمند او نورو ولایتونو کې د طالبانو د پرمختګ خبر ورکول کیږي. اوسمهال ویل کیږي چې د عملیاتو مسوولیت د دولتي عسکرو پر غاړه دی.

د راپور له مخې د امریکا کانګرس د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیزونې او معاشونو د ورکونې لپاره ۵۰.۷ میلیارده ډالر په تېرې یوې لسیزې کې ځانګړي کړي وو. ناټو سږ کال ویلي وو چې دوی ۱۶۷،۰۲۴ عسکر او ۱۵۴،۶۸۵ پولیس روزلي دي خو سیګار وايي چې دغه شمېرې سمې نه دي.

کانګرس همدا راز د افغانستان د بیا رغونې لپاره ۱۱۰ میلیارده ډالر ځانګړي کړي وو چې د امریکا په تاریخ کې د یو هېواد د بیا رغونې لپاره تر ټولو زیاتې پیسې دي.

د سپوک په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د امریکا سفارت غواړي په کابل کې د خپل سفارت ۴۰ سلنه مامورین هم کم کړي.

د یادونې وړ ده چې د مارچ میاشت کې سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۱۴ز کال کې د اردو د لیکو ۱۵،۶۰۰ عسکر تښتیدلي دي. راپور زیاته کړې وه چې د اردو د عسکرو شمېر ۱۶۹،۰۰۰ دی چې په تېرو ۳ کلونو کې تر ټولو ټيټه شمېره ده.

تبصرې (1)

  • حیرانونکی ده ، سیګار د افغانستان د تش په نوم بیا رغونی امریکایی پروژه یا نهاد دی ، څرنګه کولی چه د امریکا په مرکزی اداره نیوکی وکړی ، مګر دا چه ورته ویل شوی وی ، تر څو په دی واسطه د هغو ډالرو شمیر پکی وښیی چه ملی او بین المللی مافیه پکی د افغانستان د بیا رغونی په نوم عیش و نوش کړی ، ولی دا په ډیره باریکی او نیوکو سره یادوی چه خلک دا عدد باور کړی ، د نیوکو د حل د پاره به بیا ځانګړی هیتونه مقرر کړی لکه د سپټمبر له پیښی وروسته چه یی مقرر کړل ، چه اصلی شواهد او اسناد د هماغه پلټنو د هیتنو له خوا ورک او نادرکه شول ، او حتی نورو ازادو او بیطرفو پلټنو والاوو ته یی اجازه نه ورکوله چه د حقایقو څرګندولو د پاره اصلی اسناد او شواهد تر ګوتو کړی .
    دا جنګ د امریکی د اولس جنګ نه دی ، دا د هغو نړیوالو استثمارګرو جنګ دی چه د امریکا او اروپا خلک یی هم د استثمار لاندی دی لمړی هغوی او بیا نور نړیوال استثماروی ، هره نوی پیښه چه جوړیږی د دوی له خوا وی او یا یی دوی په خپلو استثماری ګټو اړوی ، د افغانستان او یا نور خارجی جنګونه د دوی د استثمار بهترینه وسیله ده ، چه حساب کتاب ورپکی نشته ، د میلون په ځای د بیلونو دعوه کوی ، دا سمه ده چه د افغانستان مفسده او غلامه اداره ډیره فاسده او نااهله ده ، مګر دغه بیلونونه ډالره چه دوی یادوی دا یوا ځی د دغه اداری جیبونو ته نه دی تللی او نه ځی حتی لس یا شل پرخی که هغوی غلا کړی نوری ۸۰ یا ۹۰ برخی همدغه د اروپا او امریکا استثمارګرو بادارانو غلا کړی . سیګار د دی هڅی او وسی لری چه دغه بیلونونه ډالر په دغه غلامه اداره ورواړوی ، که نه د امریکا دننه د یوی پینی حساب کوی حتی شل او لس کاله وروسته له هغه یوی پینی سل او زر ډالره جوړوی او له هغه کسه چه غلا یا فریب یی کړی وی د نورو سزا ګانو سره یی تری اخلی ، ولی افغانستان کی سیګار چیغی وهی ، افغانان چیغی وهی ، د اروپا او امریکا اولس چیغی وهی ، حتی همدغه غلامه اداره او باداران یی چیغی وهی ، چه چا دغه ډالری غلا او لوټ کړی او لوټوی یی ، مګر څوک یی د پلټنو غم نه کوی ولی ؟
    بله خبره دا چه د خلکو د وژنی د پاره اردو او پولیس جوړوی او بیا ورته د افغانستان بیا رغونه وایی ؟ ؟؟؟ دا څومره خنده اوره چه زه تا وژنم او په خپل ورور دی وژنم او دی ته د بیا رغونی نوم ورکوم ؟؟؟؟؟؟