نظــر

د مشعل تمثیلي پارچې

five-capturedڅو ورځې وړاندې  یوشمیر پښتو ویب پاڼو( د زندان خبرې )  تر عنوان لاندې په کندهار کې دکرزي دملي امنیت دادارې دنادودو په اړه یوه بوږنوونکې لیکنه نشر کړه ،  چې ددغې جاني ادارې ستر په بشپړه توګه په کې مات شوی وو.

ښایي همدغو لامل به وو چې اوس په کندهار کې دهمدې ادارې چارواکي هم لاس په کار شوي ، ترڅو دتېر په څېر دمطبوعاتو په وړاندې دیوې خندوونکې تمثیلي پارچې په  لوبولو سره  لوڅه شوي رسوایي ترممکنه حده پټه کړي .

که ددتېرو څوکلنو دپیښو بهیر ته نظر وکړو اوس دکرزي دبې وسه  او رسوا ادارې عادت همدا جوړ شوی دی ، چې په عملي ډګر کې له رسواییو دځان ساتلو په ځای یوازې په مطبوعاتي او تبلیغاتي برخه کې هڅه کوي ، بي عزتي په بې آبي جبیره کړي ، او پیښ شوي رښتیا د دروغو په لړو کې دخلکو له نظره ورک کړي .

څو میاشتې وړاندې چې درابلل شوې لویې جرګې امنیتي پلان دطالبانو لاس ته ورغی ، که دکرزي استخباراتیان په مخ پوزه ولري ، بې له شکه چې دا  ورته لویه بې آبي وه ، خو ددې په ځای چې دوی خپله کمزوري ومني ، یا ددې افشاګرۍ عوامل وڅیړي ، مفتې خوارۍ ( دروغو ) ته یې کش ورکړ ، او داتلس زره قامه په مخ کې یې په سپینه ورځ په دروغو اعلان کړه چې دطالبانو ویاند ( ذبیح الله مجاهد ) یې دپکتیکا په سرروضه کې نیولی دی .

په کندهار کې دملي امنیت دنادودو له افشاء کیدلو وروسته هم اوس ددې ادارې چارواکو هڅه پیل کړې ده ، ترڅو عامه اذهان په بله کړي ، تېره ورځ په همدې ولایت کې داستخباراتي  کارکوونکو لخوا غونډه جوړه شوې وه چې ورته یوشمیر خبریالان هم بلل شوي وو ، په غونډه کې دری تنه  لویان او دوه تنه کم عمره ماشومان هم دژورنالیستانو مخته درول شوي وه ، چې دملي امنیت چارواکو دعوه لرله چې دا فدایي برید کوونکي دي .
غونډې ته ورغلي ژورنالیستان وایي چې ددې مراسمو په لیدلو له اول النظر  نه هر دعقل څښتن پوهیده ، چې مراسم جعلي او دتل په شان تمثیلي دي چې یوازې دتبلیغاتي موخو لپاره  لوبول کیږي .

په مراسمو کې  راغوښتل شویو ماشومانو د ملي امنیت دکارکوونکو په قومانده خبریالانو ته خپلې کیسه وکړې چې واقعا خندوونکې وې ، یوه ویل چې عزیزالله نومیږي او له دې وړاندې  په ګردیز کې ورته دادم کوچي په نامه دطالبانو یوه قومندان ویلي چې دسرک په منځ (!) به کینې ، او چې امریکایان راشي ، فدایي حمله به پرې کړې ، چې په دې کې به امریکایان ټول قتل شي ، خو ستابه یوازې یوه ګوته ( !) خوږ شي .
داستخباراتو دغه ماشوم ممثل زیاته کړه ، چې نوموړی بیا امریکایانو ونیو، کابل ته انتقال شو ، حامدکرزي ته دملاقات لپاره وروستل شو ، چې هغه وباښه ، په دارالتادیب کې داخل شو ، مګر بیرته سپین بولدک ته لاړ او هلته طالبانو بیا روزنه ورکړه .

دعزیزالله ددې دعوې په اړه راسره شک پیدا شو ، په زړه کې مې وویل چې دکرزي صیب بې روزګاره امنیتي چارواکي خو که  په کوم ځای کې سپږه مړه یا اسیره کړي هم ، نو په هغه ورځ به یې ټول مطبوعات پرې خبر کړي  وي ، ټولې رادیوګانې او تیلویزنونه به پرې غږیږي ، او دټولو اژانسونو او ویب پاڼو په خبري برخه کې به یې راپورونه پراته وي  ، دهمدې خبر دسپیناوي لپاره مې  دعزیزالله  لخوا دپه ګردیز کې دنیول کیدو او دکرزي لخوا دبښنې د دعوې او نقل شوی جریان غټ توري ( ګوګل سرچ ) ته ورکړل ، چې که کوم خبر یا راپور قدرې یې په کوم ویب پاڼه یا خبري اژانس کې وموندل شي ، نو خبره به یې دمنلو شي  ، خو باور وکړئ  ، چې دنیول شوي عزیزالله یا ادم کوچي په نومو نو مې په کې هیڅ هم ونه موندل ، چې له همدې ځایه ( معلوم شد که حاجي نیست )

دملي امنیت دوهم ممثل خپل نوم نصیب الله ښودلی چې وایي له پښین څخه طالبانو په زور (!) راوستی ، او مجبور کړی یې دی ، چې فدایي برید به کوې ، اول خو راځئ په دې خبره سر خلاص کړو چې آیا فدایي برید څوک په چاباندې په  زور کولای شي ، که یې کولای شوای نو امریکایان  او کرزی خو په ظاهره ترطالبانو ډیر ځواکمن دي ، دوی چې  دا لس کاله خپل یو وزري زامن  ( عسکر ) دطالبانو په وړاندې په جګړه کې له لاسه ورکوي ، آیا په عوض یې دا ډیره مفته ګټه نه وه چې په پردو زامنو یې په طالبانوباندې  سرښندونکي بریدونه ترسره  کړي وای !؟
معلومه ده چې داسې څه اصلا امکان نلري ، دکرزي دملي امنیت دچارواکو غوندې هغه څوک چې داسې خبرې له خولې راوباسي ، له دې منل شوي اصل څخه ناخبره ده چې انسان  الله تعالی ( کاسب مختار ) پیدا کړی دی ، داسمه ده چې په مباشر ( لاس په لاس ) حالت کې یو انسان کولای شي ، دسخت جبر او اکراه په صورت کې  بل انسان له خپلې ارادې واړوي او یو عمل په زور باندې پرې ترسره کړي ، خو څنګه چې فدایي برید په تنهایي ترسره کیږي ، نو داهیڅ انساني عقل نه شي منلی چې په اکراه سره دې ترسره شي .

ما اوریدلي چې دکرزي دملي امنیت اوسنی ویاند لطف الله مشعل ( چې ددغو استخباراتي تمثیلي پارچو دسناریو لیکلو امتیاز لري ) یو وخت  په افغان ادبي بهیر کې د مشاعرو او دعملي کره کتنې دغونډو ګډون کوونکی پاته شوی ، ښایي نوموړی  ته هغه مهال په شعر او داستان کې د رومانیزم  او وهم پاللو ارزښت خورا مهم تبلیغ شوی وي ، ځکه یې دلته تمثیلي پارچې هم له بنسټه خیالي او په سوټیو نه سره لګیږي ، چې  نږه خیالات غږوي او انساني منطق ترې پناه غواړي .

ښاغلي مشعل ته بویه  چې له رومانیزم سره په څنګ کې لږ دریالیزم اهمیت او  ( د جبرواختیار  فلسفه  )هم مطالعه کړي ، ترڅو یې  تمثیلي پارچې دواقعیت او منطق بوی وویني  .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x