افغانستان

د ننګرهار غنی خیلو ۹۰ سلنه سیمې طالبانو په لاس کې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د غنی خیلو ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو په خبره ددې ولسوالۍ زیاتې سیمی د طالبانو په لاس کي دي، او یو تن دولتی مقام هم د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې اوس مهال ددي ولسوالۍ زیاتی سیمی ددوي له واک وتلي دي.

غنی خیلو ولسوالۍ د جلال اباد ښار څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره فاصله کې موقیعت لري چې د تورخم جلال اباد پر لویه لار پرته ولسوالې ده.

د یادی ولسوالۍ د ګلاهی سیاچو کلاو ۲۵ ویاله، ۲۶ ویاله، ۲۷ ویاله، ۲۸ ویاله او ۲۹ ویاله هغه سیمې دي چې د طالبانو په لاس کې دي او رڼا ورځ پکې ډلې ډلې طالبان تګ راتګ کوي، د سیمې اوسیدونکو په خبره وسلوال طالبان د تورخم جلال اباد پر سړک پر رڼا ورځ تلاشي کوي او دولت پلوه خلک له موټرو ښکته کوي.

ددوي په خبره هره ورځ او هره شپه طالبان پر امنیتی پوستو او امنیتی کتارونو بریدونه کوي، د دوي په خبره په یاده ولسوالۍ کې امنیتي حالت ورځ تربلی د خرابیدو پر لور روان دي، دوه ورځې وړاندی په مارکو بازار کې طالبانو او دولتی ځواکونو ترمنځ نښته وه چې وروسته د بازار دوکانداران د اربکیانو لخوا سخت ووهل شول چې په پایله کې دوه ورځې دوکاندارانو دوکانونه تړلې وه.

ولسې خلک پر دولت نیوکه کوي چې د غنی خیلو ولسوالۍ په مارکو بازار او همدارنګه په غنی خیلو بازار کې د نښتو وروسته ولسې خلک ډبول کیږي او دولت سینه پر دوي یخوی.

بل پلو غنی خیلو ولسوالۍ کې د طالبانو محکمی شتون لري او اکثر خلک خپلې ستونزې پر طالبانو ختموي.

د مارکو بازار یو تن دوکاندار عزت الله راته وویل چې د اوسنی دولت پر دوام باور نه لري نو ځکه ټول خلک له دولت ناهیلی شوي غنی خیلو ولسوالۍ دولت ته خورا مهمه ولسوالی ده ولې چې د یادی ولسوالۍ په زړه کې هیواد ته تلونکی لویه تجارتی لار شتون لري.

زرداد شینواری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوراحمد

اسلام عليكم خداى دى وكرى چى شرعى نظام قايم شى زكه چى دافغانستان مزلوم ولس دير سترى شوى زكه چى فه افغانستان كى شرعى نظام قايم نه شى سوله هسه كله هم نه رازى اوزما شخسى نظر داده چى طالبان بايد دملكى وگرو ستونزوته دى فاى تكى كيژدى زكه حكومت هسه فه وس نه دى فره زكه طالبان بايد داكاروكرىستاسو ورورنوراحمد اعتمادى

الحاج استاذ بیانزی

یوه نیمه نیمکی ټوقی به هم کله کله لیکو : په کار خو دا وه چه د غنی خیلو د ولسوالی ۹۰ څه چه سل په سلو کی خلک یی د غنی د اداری پلویان وی ، چه نوم یی غنی خیل یعنی د اشرف غنی خیل دی . اصلی خبری ته به راشم ، د غنی خیلو ولسوالی چه په هغه لویه لیار چه نه یواځی تورخم او جلال اباد نښلوی بلکه د دوه هیوادونو د پاره لکه د ملا تیر لویه لیار ده . د دی ولسوالی ۹۰ په سلو کی چه د طالبانو په لاس کی ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x