خبرونه

خیبرپښتونخوا: له قاسمیه مدرسې ۲۱تنه مفتیان فارغان شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په اکوړه خټک سیمه کې د جامعه قاسميې نوو فارغو شوو مفتيانو د فضيلت پګړۍ پر سر کړې.

جامعه قاسميه د هېواد د وتلي عالم او ژورناليست مولوي رحيم الله زرمتي صاحب په لاس جوړه شوې. اوس د مدرسې مشري د ارواښاد د مشر زوی، مفتي حبيب‌الله قاسمي پر غاړه ده.

فارغ شوي مفتيان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي او جامعه قاسميه کې د دوه کاله افتاء درس تر لوستو وروسته فارغ شول.

د مفتيانو د فراغت دې غونډې کې د فارغانو خپلوانو او دوستانو تر څنګ د سيمې سلګونو اوسېدونکو ګډون درلود.

د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډې ته د هېواد وتلو شيخانو هر يو شيخ عبدالرشيد مدني او شيخ عبدالغني حقاني ويناوې وکړې او د ديني علومو او د افتا پر اهميت او ضرورت يې خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد وتلي عالم او ژورناليست مولوي رحيم الله زرمتي ۱۴۲۵ د جامعه قاسميه د بنسټ ډبره ايښې ده.

جامعه قاسميه کې د ابتدايي درسونو تر څنګ په افتاء، حديثو او دعوت او ژورنالېزم برخو تخصص لپاره د مدرسو فارغان مني.

د فقهې تخصص د اسلامي فتاواوو او افتا اصولو تر څنګ د فقهاوو پېژندنې، معاصر پېښېدونکو مالي، بانکي او ټولنيزو مسايل او پر پښتو ادبي ليک مهمې برخې بلل کيږي.

د تخصص في الحديث کې د حديثو او د حديثو اړوند د جرحې، تعديل، اسناد او د حديثو له علومو بحث او څېړنه کيږي.

تخصص في الدعوة و الصحافة کې د اسلامي دعوت او اسلام ته د رابللو اصول او لارو چارو تر څنګ د اسلامي ژورناليزم اساسات، قواعد او عملي نمونې د بحث او څېړنو لاندې نيول کيږي.

د غونډې په پای کې د جامعه قاسميې مشر مفتي حبيب الله قاسمي اعلان وکړ، چې راتلونکي ښوونيز کال لپاره به د حديثو لويه دوره هم شروع کوي.

مفتي حبيب الله قاسمي د مولوي رحيم الله زرمتي رحمه الله زوی او د جامعه قاسميې مهتمم دی.

نوموړی د اسلامي نړۍ د ستر عالم شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني ځانګړی شاګرد دی او تر اوسه يې د افتا، اسلامي فقهې، اسلامي بانکدارۍ، اقتصاد، ښوونيز نصاب او ګڼو ټولنيزو موضوعاتو په اړه لسګونو کتابونه ليکلي او ژباړلي او راتلونکي لپاره يې هوډ کړی، چې د هېواد په کچه د اسلامي مدرسو لپاره داسې يو نصاب په مدرسو کې عملي کړي، چې د مدرسې شاګردان او فارغان د دين تر څنګ د ژوند په نورو او ورځنيو چارو کې برلاسي وي او د اسلامي علومو تر څنګ په عصري علومو کې هم مهارت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x