افغانستان

دملا محمدعمرمجاهد مرستیال ملا عبیدالله اخند په پاکستاني زندان کې په شهادت ورسید

mullah-ubaidullahتیره ورځ رسینو دطالبانو دمشرملا محمد عمرمجاهد دمرستیال او داسلامي امارت دواکمنۍ پرمهال ددفاع وزیر ملا عبیدالله اخند دمړیني خبر ورکړ، ملا عبیدالله اخند په ۲۰۰۷میلادی کال کې له افغانستانه دپاکستان دبلوچستان ایالات ته روان وو چې دپاکستان دامنیتي کسانو لخوا ونیول شو، دخبري رسنیو په حواله نوموړي له په بند کې له اوږدې مودې تیرولو وروسته دپاکستان په یوه بندیخانه کې په حق ورسید ، تراوسه پوري لا ثابته شوې نه ده چې نوموړي دکومې خاصې ناروغي له امله وفات شوی او که په بندیخانه کې دزیاتو شکنجو او تعذیبونو له وجه په شهادت رسیدلی

طالبانو نن په رسمي توګه دنوموړي دمړینې خبردیوې اعلامیې په خپرولوسره ومانه ،دا اعلامیه چې دطالبانو دویاند له لوري رسنیو ته لیږل شوې یوه کافي یې نن ټکي اسیا ته هم رسیدلي چې په لاندې ډول یې کټ مټ نشر ته سپارو.

احمدبریال

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

داسلامي امارت دنائب ، منلی شخصیت اوسترمجاهدالحاج ملاعبیدالله اخنددشهادت په اړه داسلامي امارت اعلامیه

په ډیره خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړچي په اسلامي امار ت کې دملي دفاع وزیراودامریکاپه مشرۍ دوحشي ځواکونوله لوري دافغانستان داشغال په مهال داسلامي امارت مرستیال الحاج ملاعبیدالله اخندپه یوه پاکستانۍ بنديخانه کې په حق رسیدلی .     انا لله وانا الیه راجعون

نوموړی پاکستان ته دسفر په مهال په ۲۰۰۷کال دجنوري په دریمه نیټه دپاکستان دبلوچستان په ایالت کې دپاکستان دحکومت له لوري ونیول شواوتر نیولو وروسته یې تر ډیره وخته څه معلومات نه کیده تردې چې په دي ورستیو کې دنوموړي کورنۍ ته خبر ورسید چي له نن نه دوه کاله وړاندي   د۲۰۱۰ کال دمارچ په پنځمه دجمعي په مبارکه ورځ نوموړی دکراچۍ ښارپه یوه بندیخانه کې د زړه دناروغۍ له امله په حق رسیدلی ،ددي غمجني پیښې دثبوت لپاره یې کورنۍ ته موثق شواهد په لاس ورغلی چي دنوموړي دوفات کیدو تصدیق کوي ،خوتراوسه پوري دا نده معلومه شوي چي داسلامي امت او دافغانستان دجهاد دا اتل   دیادي نارو غۍ له امله په حق رسیدلی او که دبند په دوران کې دشکنجو او تعذیب له امله شهید شوی .

دافغانستان اسلامي امارت دالحاج ملاعبیدالله اخند دوفات کیدو په اړه دنوموړي درنې کورنۍ ،ټولومجاهدینو،افغان ولس اوټول اسلامي امت ته دغمرازۍ ،تعزیت او تسلیت مراتب وړاندي کوي ، دغه راز څنګه چې نوموړي په جهادي ژوند او لاره کې خپل روح خپل خالق او مالک جل جلا له ته سپارلی ، د الله تعالی له دربار څخه نوموړي ته دشهادت دقبلېدا او دفردوس جنت غوښتنه کوي دغه راز یې قریبانوته هم له اللهي دربار څخه جمیل صبر او عظیم اجر غواړي .

دافغانستان اسلامي امارت دشهید ملا عبیدالله اخند تشه دټولي اسلامي نړۍ خصوصا دافغانستان لپاره یوه نه جبرانیدونکي ضایعه بولي اودپاکستان له چارواکوڅخه جدي غوښتنه کوي چي دالحاج ملا عبیدالله اخند ددزنداني کیدو ، مریضي او وفات په اړه اسلامي امارت ته بشپړ او واقعي معلومات ورکړي ،داچي دنوموړي ترشهادت پوره دوه کاله وروسته دشهید کورنئ ته خبر ورسیدموږ ددي ځنډپه برخه کې دنړیوال سره صلیب اداره هم پړه بولو چي په پاکستان کې یې داسلامي امارت دبندیانو په اړه تر اوسه پوري هیڅ نو عه معلو مات دنوموړي شهید او نورو بندیانو کو رنیو ته نه دي رسو لي او ورنه جدي غوښتنه کوو چي په را تلو نکي کې خپله دغه نیمګړ تیا پوره کړي ځکه دا ددوی دنده ده .

دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دټولې کفري نړۍ او غیرمسلمو ملتونو له لوري یې په هیواد تیری شوی دی ، داد ډیرتأسف وړ بولي ، چې کله ناکله دځینواسلامي هیوادونو لخوا هم له داسې بي رحمه چلند سره مخ کیږي ، نن سبا افغان اولس یوازې داسلامي غیرت په جرم په نړیواله سطحه بې وطنه ، بې وسه او مظلوم اولس بلل کیږي ، نوځکه خو داسلامي ورورولۍ له مخې په درستو اسلامي هیوادونو او اولسونو غږ کوو چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له مهاجرو ، مسافرو او زنداني افغانانو سره داسې چلند وکړي ، چې اسلامي اخوت یې تقاضا کوي .          

     والسلام   

        دافغانستان اسلامي امارت

دمرحوم لنډژوند لیک

الحاج ملاعبيدالله اخنددالحاج ملايارمحمداخندصاحب زوی اودالحاج ملافتح محمداخندمرحوم چي په خپل وخت کي یومشهورديني عالم وو لمسی و، الحاج ملا عبیدالله اخند ديارلس سوه اته اتيا(1388)هجري قمري کال کي دکندهارولايت دژړۍ ولسوالۍ دنلغام په سيمه کي دالکوزوپه نوم کلي  کي،دي فاني دنياته سترګي روڼې کړې .

مرحوم تازه په ځواني راغلی وچي دکمونستانواواشغالګروشورويانودوره زموږپه ګران هيوادباندي مسلطه شوه .

دغه مهال نوموړي دخپلوديني احساساتوله مخي داشغالګروکفارواوددوی دګوډاګيانوپه مقابل کي دطالبانودمشهورقوماندان حاجي ملامحمدصادق اخندپه جبهه کي دنورومجاهدينوسره اوږه په اوږه په جهادپیل و کړاوپه لنډوخت کې دخپل اخلاص او لیاقت له امله په نوموړي جبهه کې دعمومي قومندان مرتبي ته ورسید.

ویل کيږي چي نوموړی دجهادپه سختوشپوکي څوځله ټپی شوی اويوځل دکندهارښارته نژدې دمحله جات دکوڅي په نوم سيمه کي په داسي حال کي سخت ژوبل شوچي دی اواميرالمومنين(ملامحمدعمرمجاهد) په يوه سنګرکي  ناست وه ، نوموړی په کندهار کې دکمونیزم ضد جهاد ترپایه پورې په وسلوال جهاد بوخت وو او دملامحمد صادق اخند په جبهه کې یې چې په کندهار کې دطالبانو په جبهه مشهوره وو، مقدس جهاد ته ادامه ورکوله .

په افغانستان کې دتنظیمي هرج ومرج په خلاف چې دطالبانو اسلامي تحریک پیل شو نوموړی ددې تحریک له لومړنیو کسانو څخه ووچې دعامه ګډوډۍ دورکولو لپاره یې ډیر تکالیف او ستړې تیرې کړې اوپه نورومسئولیتونوسربیره یې دکندهار دقول اردو دقومندان په صفت هم دقدر وړخدمتونه تر سره کړل ، چې بیا داسلامي تحریک په لاس دکابل دفتحې تروخته په همدې وظیفه پاته شو .

دکابل له فتحې یوکال وړاندې مرحوم ملاعبیدالله اخند یوځل دفراه په جبهاتو کې داسمعیل خان دیوه پراخ برید په ترڅ کې چې داختر په ورځ یې ترسره کړی وو داسمعیل خان دجنګیالیو لخواژوندی ونیول شو ، خو له څلویښت ورځو بند تیرولو وروسته نوموړی دعمومي تبادلې په پایله کې واپس راخلاص شو .

کله چې دافغانستان پلازمینه داسلامي تحریک لخوا فتحه شوه ، مرحوم ملاعبیدالله اخند دعالیقدر امیرالمؤمنین لخوا داسلامي امارت ددفاع وزیر په حیث وټاکل شو ، چې کابل ته دیرغلګروکفارواودهغوی دګوډاګیانو تر دا خیلېدوپوري یې همدې وظیفې ته دوام ورکړ .

مرحوم ملاعبیدالله اخند داسلامي تحریک په مهال په مختلفو محاذونو کې له دشمن سره په مخامخ جګړو کې ۷ واره ټپي شوی دی ، چې په وروستي ځل دکابل په شمال کې دکلکانو ولسوالۍ مرکز ته نږدې سخت ټپي شو ، چې ځینو عصبي رګونو ته یې هم زیان ورسید .

کله چې په هیواد له امریکایي برید وروسته پلازمینه کابل او دهیوادنور ستر ښارونه داسلامي امارت له لورې تخلیه شول ، مرحوم ملاعبیدالله اخند هم له کابل څخه دچهاراسیاب او لوګر په لاره کندهار ته ستون شو ، او دامریکا په ضد په نوي روحیه دجهاد له پیلیدوسره بیا دعمل میدان ته وړاندي شوچي وروسته بیادعالیقدر امیرالمؤمنین لخوا دخپل مرستیال په حیث وټاکل شو .

مرحوم ملاعبیدالله اخند له جهادي مصروفیت سره سره دخپلو دیني زدکړو پوره کولو ته هم همیشه متوجه وو او په ډیره تلوسه یې زده کړې کولې ، تردې چې په وروستي ځل له نیول کیدو وړاندې هم د وړې دورې دځینو کتابونو په لوست مصروف وو.

بالاخره دحق دلارې دې رښتیني مبارز او مجاهد په داسې حال کې خپل روح داجل داعي ته وسپاره ،چي ټول ژوند یې دالهي دین له خدمت ، جهاد ، دیني زده کړواو اسلامي واکمنۍ دبرپاکولو له هڅو پرته په بل هیڅ څه کې نه وو مصروف کړی .     روح دي ښاد او یاد دي تل وي .

انا لله وانا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x