نړۍ

خيبر ايجنسي: په وسله وال بريد کې د پوځي افسر په ګډون پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو او پوځيانو تر منځ نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو مسؤول ډګر جنرال عاصم باجوه په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې تېره ورځ يې د خيبر ايجنسۍ په ګڼو سيمو کې پاکستاني طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې ۲۷ مخالفين وژلي او د هغوی ګڼې سيمې يې نيولي دي.

جنرال باجوه زياتوي، چې د مخالفينو په بريد کې د يو تورن په ګډون پنځه پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې ډيورينډ کرښې ته څېرمه سيمو کې د جګړو او امنيتي ستونزو امله د پاکستان حکومت خبريالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي او له همدې امله د کره او باوري خبرونو تر لاسه کول ناشوني دي.
د پېښې په اړه د پاکستاني طالبانو دريځ تر اوسه رسنيو ته نه دی راغلی.

د يادونې وړ ده، چې پاکستاني پوځيانو شمالي وزيرستان کې له پوځي عملياتو وروسته خيبر ايجنسۍ کې د خيبر ټو په نوم نظامي عمليات پيل کړي او د دغو عملياتو له امله د سيمې زرګونو کورنۍ بې ځايه شوي او اوس هم وخت پر وخت د پاکستاني پوځيانو او مخالفينو تر منځ جګړې پېښېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x