نظــر

د امريکايي چارواکو د جګړه خوښې پاليسيو، طمعو، واک او بې پايه جګړو په اړه مستند کتاب خپور شو

ژباړه او لنديز: احمدالله احمدزی

« pay any price» دا کتاب د تېرو څو مياشتو په ترڅ کې په امريکا کې تر ټولو زيات پلورل شوي کتابونو کې شمېرل کيږي.
د کتاب ليکوال «جيمس رايزن» ۲۰۰۱ز کال راهيسې امريکايي چارواکو ته د دوی د عملونو هيندارې ور ښيي. د تېرو ديارلسو کالو راهيسې ديموکراتانو او جمهوري پلوو ته د دوی د ټولو فعاليتونو او کارونو هينداره ږدي.

جيمس رايزن د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکوال او د څېړنيزو چارو ژورناليست دی او د ژورناليزم نړيواله جايزه يې هم ګټلې ده.

د نيويارک ټايمز د ژورناليست او ليکوال جيمس رايزن دا کتاب « pay any price» په کتابي او صوتي بڼو په انټرنېټ او کتابتونو کې موندل کيږي.

ليکوال کاږي، چې ۲۰۰۱ د سپتمبر د يوولسمې پېښې د امريکايي ولس په ژوند او چارو کې څنګه او څومره بدلون راوستی او له دې پېښې وروسته د امريکا سياست څه ډول په غلطه لاره روان دی.

د ليکوال په فکر امريکايي ټولنه د پخوا پر خلاف له نړۍ بېله شوې او پخوا به يې نړيوالو ولسونو سره په ګډه د روڼ اندۍ او پرمختګ لپاره هڅې کولې او امريکا اوس د ناڅرګندو امنيتي ګواښونو له منځه وړلو کې بوخته ده، چې سر و بر يې نه ښکاري.

جيمس رايزن د امريکا پخواني ۳۴م ولسمشر ډوايټ ډي ايزنهاور هغې وينا ته اشاره کوي، چې نوموړي ويلي و، چې د امريکا ملي امنيتي صنعت له عسکري صنعته طغيان کوي او دا کارونه به د امريکايي ولس پر استوګنه او د دوی د ژوند پر چارو ناوړه اغېز وکړي.

رايزن زياتوي، چې امريکا نړۍ کې د تروريزم په نوم نه ختمېدونکې جګړه پيل کړې، دغه جګړه له يوې لسيزې اوږده شوه او د پای څرک يې نه ښکاري او امريکا هڅه کوي، چې په لوی لاس ځان لپاره دښمنان پيدا کړي او له هغې وروسته د سولې او امنيت هېڅ تمه نه شي کېدای.

رايزن د امريکايي چارواکو له لوري د جګړې د اعلان شوي ارقامو د څېړنو په پايله کې وايي، چې د دې لګښتونو او جګړې يوازنۍ معنا دا ده، چې امريکا په سراب او بې پايلې دښته کې روانه ده.

د رايزن د څېړنيز کار بنسټ د امريکايي چارواکو له لوري پر اعلان شوي ارقامو ولاړ دی او هغه چې اعلان شوي نه دي او امريکايي چارواکو او سي ای اې په پټه لګولي، د دې تر څنګ له واکه ناوړه استفاده، د امريکايي ولس طبعي ژوند بربادول او امريکا ته مالي او امنيتي زيانونه اړول هم په دغه څېړنه کې په پام کې نيول شوي دي.

رايزن په خپل کتاب کې وايي، چې امريکايی چارواکو د نړۍ په لر و بر کې د ترويزم په نوم جګړه کې، چې څومره خلک وژلي، شکنجه کړي او ځورولي دي، د امريکا په معاصر تاريخ کې تر ټولو وحشي او غير انساني کړنې بلل کيږي.

جيمس رايزن وايي، چې اوس دا وخت را رسېدلي، چې د امريکايي چارواکو له وحشي کړنو پرده پورته شي؛ ځکه چې دغو وحشي جګړو او ظلمونو په امريکا او ګرده نړۍ کې د امريکايانو طعبي ژوند له ګواښونو سره مخ کړی او د نړۍ ټول ولسونه د امريکا د درواغجن سياست له امله له امريکا کرکه کوي.

رايزن د مالي زيانونو د يادولو تر څنګ امريکايي ټولنې او حکومت ته د سياسي زيانونو د رسيدو خبرې هم کوي، چې د امريکايي چارواکو د بې پوښتنې او خپل سرو کارونو له امله امريکا په خپل کور دننه او نړۍ کې له ګڼ شمېر زيانونو سره مخ ده.

د رايزن په وينا امريکايي چارواکو تل هڅه کړې، چې خپلې ګټې په جګړه کې ولټوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره امريکايي پوځ په جګړو کې ښکېل کړي او تر اوسه هېڅ چارواکي د خپلو شومو کړنو او امريکايي ولس سره د خيانت له امله نه دی محاکمه شوی او يو يې هم دا وېره نه لري، چې د دې سرغړونو او خپل سريو له امله دې دی څوک محاکمه کړي، نو ځکه يې هر يو چې راځي، د خپلو ګټو لپاره نوې نوې جګړې پيلوي.

ليکوال عراق کې د امريکايي مرستو او بيا رغونې د څار مسؤول سټيوارت بوين له قوله ليکلي، چې ۲۰۰۳ز کال راهيسې عراق کې امريکايي پروژو کې پنځه ميليارده ډالر تري تم شوي او شاوخوا ۲۱ ميليارده ډالرې بې ځايه او په کمزورو پروژو کې لګېدلي، چې هېڅ ګټه نه ده ترې تر لاسه شوي او دا عراق سره د امريکايي مرستو هغه پیسې وې، چې امريکايي کانګريس د عراق له اشغاله وروسته تصويب کړې وې.PIaudible,BottomRight,13,73_AA300_

جيمس رايزن وايي، چې هر امريکايي دا حق لري، چې له چارواکو پوښتنه وکړي، چې عراق کې شل ميليارده ډالر ولې او څنګه بې ځايه لګول شوي.

د لیکوال په وينا دغه شل ميليارده ډالر د نيوجرسي ايالت راتر فورد ختيځ څخه عراق ته لېږدول شوي او عراق کې د خپلو شخصي موخو او رغبت له امله نغدې وېشل شوي دي.

تر اوسه هم د امريکايي کانګريس له لوري د عراق لپاره منل شوې ۱۱.۷ ميليارده تري تم ډالر په ځانګړو بانکونو کې پراته دي او داسې هم ويل کيږي، چې دوه ميليارده ډالر د لبنان په يو بانک کې ساتل شوي دي.

ليکوال پوښتنه کوي، چې دغو غبن شوو ډالرو د هغو امريکايانو مرسته کولای شوای، چې تر اوسه بې کوره در په در ګرځي او د ګټلو لپاره هېڅ نه لري.

د رايزن په وينا اوس هم ګڼ شمېر وروسته پاتې امريکايي ښارونه او کلي د ژوند له اساسي اسانتياوو بې برخې دي او دغو ورکو شوو ډالرو د امريکايي ولس ژوند کې ډېر بدلون راوستی شوای.

ليکوال ټينګار کوي، چې بارک اوباما او جورج ډبليو بوش بايد له واک څخه د ناوړه ګټو اخيستو او اداري فساد په اړه وپوښتل شوي او دوی، چې د تروريزم ضد جګړې په نوم کوم ناوړه، وحشي او له فساده ډک کارونه کړي، امريکايي عسکر او ماليه يې د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولې او دوی بايد سره له خپلو مرستيالانو او همکارانو محاکمه شي.

د نيويارک ټايمز د ليکوال او څېړنيز ژورناليست په لاس ليکل شوی دا کتاب په لوستو ارزي او په ډېر دقت ليکل شوی، معلومات او ارقام يې ډېر د رسمي سرچينو څخه اخيستل شوي، نو ځکه تر ډېره حده باوري هم بلل کيږي.
په کتاب کې د امريکايي چارواکو د جګړې بهانې، اداري او مالي درغليو او فساد په اړه څېړنيز اسناد وړاندې شوي او هر څوک، چې په انګريزي ژبه برلاسی لري، بايد ويې لولي. دا کتاب «pay any price» په کتابي او غږيزه بڼه موندل کيږي، هيله ده،چې ګران لوستونکي هم ترې ګټه واخلي.

د ليکوال څو نور کتابونه: «state of war» د امريکايي استخباراتو او بوش واکمنۍ پر مهال د پټو جګړو په تاريخ ليکل شوی او د افغانستان او عراق يرغل، شکنجو او ظلمونو په اړه کره اسناد لري.

«The man enemy» د سي ای اې او کې جي بي د پټو اسنادو د څرګندولو او دوه اړخيزو مقابلو په اړه ليکل شوی دی.

« Wrath of angles» کتاب هم نړۍ کې د امريکا د پټو او ناکامو جګړو په اړه ليکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

ښا غلی احمد زی مننه کتاب ما رانیوی په ۱۵ ډالره ۱۱ سا عته دی غوږ می ورته نیولی دی که یی د اوریدو غوښتنه لری انشاالله زه کولای سم در ایمیل یی کړم

احمدالله احمدزی

ډېره زياته مننه ښاعلی کندهار. دا مې ahmadzai2u@gmail.comi ايمېل دی.

کندهار

ښا غلی احمد زی ته ما خبر که چی ایمیل درورسیدی ؟ ایا کتاب در ته ایمیل سوی دی؟
I share the book with you via email

الحاج استاذ بیانزی

احمدزی صاحب ته دی الله اجرونه ورکړی چه د سړیخورو وحشت خپله د هغو له منځه خپریږی ، پشتو کی وی متل وایی په ښځو کی هم سړی پیدا کیږی ، یعنی په دغو وحشیانو کی هم نسبی ښه خلک شته ، که دغه وحشیان ټول په یوه خوله وی نو بیا به ستونزمنه وی ، که مونږ څوک وکولای شو دغه کتاب که وړتیا ولری په پشتو ، فارسی ، اردو ، عربی او نورو ژبو وژباړو دا به لوی خدمت او اجرونه وی . زمونږ جنګ د امریکایانو سره نه بلکه د تیلو د کمپینو د خاوندانو سره… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x