نظــر

جامعه قاسمیه، په ثمر رسیدلې کرونده

لیکوال: قاري سعید

د ۲۰۰۵ م کال د اوړي هغه توده ورځ مې اوس هم په یاد ده،چې زه او احمدګل ریان صاحب په لومړي ځل  په اکوړه خټک کې  د مفتي حبیب الله قاسمي صاحب مدرسې  قاسمیه جامعې ته ورغلو.

جامعه اصطلاح  عربان د پوهنتون په سطحه د تعلیمي ادارې لپاره کاروي، موږ هم دا فکر کاوو چې  قاسمیه جامعه به له اسمانڅکو ودانیو جوړه یوه بې سراو پایه اداره وي، خو ناڅاپه د یوې کرایي ودانۍ په لرګینه دروازه وردننه شوو،په حویلۍ کې دننه  دوه اطاقونه وو، چې یو داستادانو او بل هم دشاګردانو میشت ځای و، همدې دوو اطاقو په یوه وخت د  درسګاه، خوابګاه ، خوړنځي  او اوسیدا ټول ضرورتونه رفع کول، دا د قاسمیه جامعې د تأسیس  لومړني وختونه وو، مدرسه ظاهرا محدوده او وړه ښکارېده، خو د مدرسې دمهتمم مفتي قاسمي صاحب ارمانونه خورا ستر او اسمانڅک  و.

مفتي صاحب ویل :  غواړم  ددیني علومو د تدریس او تعلم په جریان کې یودعطف او تحول ټکی  رامنځته کړم، دافغانستان د مدارسو موجوده نظام  او نصاب دومره مؤثر نه دی چې د نوي عصر ټولې غوښتنې ځواب کړي، د هیواد مدارس لا هم یو معیاري او ځواب ویونکی متحد نصاب نلري، له بلې خوا د تخصصاتو په برخه کې  لا هم تشه پر ځای پاته ده، په داسې حال کې چې په ګاونډیو هیوادونو  کې د  فقهې، حدیث ،تفسیر، ژورنالیزم ، تاریخ او نورو برخو کې  طالبان له فراغت وروسته تخصصي زده کړې کوي.

هغه مهال مې چې د مفتي قاسمي صاحب ستر ارمانونه  دده له  ابتدائي اقدام سره پرتله کول، نوددې ګام او مرام کوشیر راته شبه محال ښکارېده ، خو د هوښیارانو دا خبره مې هغه وخت لا نه وه اوریدلې چې: که سفر هر څومره اوږد هم وي  د یوه ګام په اخیستو عملا پیلیږي .

له هماغه وخته دادی لس کاله پوره شول،نن سهار مې چې انټرنیټ  خلاص کړل،لومړنی خبر دا په مخه راغی چې له قاسمیه جامعې څخه ۲۱ تنه د فقهې د تخصص/ افتاء په برخه کې فارغ شول .

دې خبر لیدلو یوه  هیجان پارونکي خوښي راوبښله او زه یې  لس کاله پخوا د ۲۰۰۵ م کال همدې شیبو ته بوتلم، هغه وخت چې د قاسمیه جامعې د ټولو ماشومو شاګردانو شمیر ۲۱ تنو ته نه رسېده،اوس چې دا جامعه دوه د نارینه وو او یو د اناثو ښاخونه لري او په دې علاوه یي د تخصص په برخه کې ۲۱ تنه فارغان ورکړي، ایله پوه شوم چې  مستمر کار،اخلاص ،له هدف سره مینه او د تشو خبرو په ځای عمل ته تعهد څومره ممتنعات ممکن کولای شي او څومره ښې پایلې لري .

قاسمیه جامعه چې  د څو تنو مخلصو علماء کرامو په خولو اوبه شوې او اوس په ثمر رسیدلې کرونده ده له تیرو څو کلونو راهیسې رنځیدلي افغان اولس ته داسې کدرونه  هدیه کوي،چې نه یوازې په دیني علم  او عمل سمبال دي بلکې دنیوي بصیرت، د خدمت استعداد  او داصلاح ولوله هم لري .

د غموونکو ستونزو په اړه شاید د هرچا برداشت بېل وي، خو باور وکړئ  زما لپاره تر ټوله ځورونکي ستونزه او د رحم وړ حالت د افغانستان په سطحه ددیني علوم د تعلم  اوسنی زار ځپلی حالت  دی، له یوې خوا نړیوالو او وطني بي دینانو په دیني علومو پسې راخیستې او له بلې خوا د یوه کوټلي تعلیمي  سیستم او معیاري متحد نصاب نشتوالی هغه څه دی،چې د مخلصو طالبانو عمرونه او استعدادونه ورضائع کوي.

تېرکال یوه ملګري چې له دیني علومو د فراغت دستاربندي یي کړې وه  راته کیسه کوله چې د احادیثو د دورې په وروستي امتحان کې ورسره ډیر داسې کسان هم وو چې د سوالونو  د ځواب  لیکلو استعداد یي نه درلود نوځکه یي دامتحان په ځای کې له ځان سره کاتبان کینولي وو.

ددغسې ستونزو او کمزوریو د علاج یوازینۍ لاره د یوه معیاري او اغیزناک  تعلیمي سیستم  شتوالی دی،چې د قاسیمه جامعې چلوونکو په دې برخه کې لومړنی ګام  اخیستی دی .

د دیني علومو مینه والو ته  بویه چې په دې برخه کې خپلې هڅې او همکارۍ ونه سپموي، او ددغه بهیر د تاندولو او خپرولو په لاره کې خپل دین اداء کړي.

په پای کې د قاسمیه جامعې  مؤسس او دافغانستان د معاصرو علماء په منځ کې د ژورنالیزم او لیکوالۍ سرلاري مرحوم مولوي رحیم الله زرمتي صاحب ته دده لا س د ایښودل شوي نیالګي د په ثمر رسیدلو مبارکي وایم  الله تعالی دې دمرحوم زرمتي صاحب دغه  جاریه صدقه همداسې جاري او ساري ولري . آمین  یارب العلمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حميد الله

مننه محترم قاري صیب
الله جل جلاله دې تاسې ته اجرونه درکړي
په رښتيا چې د جامعې چلوونکو ته مې له زړه دعاګانې راووځي

طوفان طوطاخیل

الله تعالی دي یې خدمتونه قبول کړي اودنورو خدمتونوجوګه دي یې کړي ، آمین

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x