د فیسبوک بنسټګر مارک زکربرګ څومره معاش اخلي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): کله مو هم د هغو خلکو په اړه اوریدلي چې ټول کال کې یوازې یو ډالر معاش اخلي، هو په دې کسانو کې ځینې د سترو کمپنیو مدیران او مالکان هم دي خو بیا هم په کال کې یوازې یو ډالر معاش اخلي.

د انټرنیټ او فیسبوک په کاروونکو کې به داسې کس نه وي چې مارک زکربرګ ونه پیژني. مارک زکربرګ د فیسبوک بنسټ ایښودونکی په اجتماعي رسنیو کې یو له پیژندل شوو څیرو څخه دی.

د مارک زکربرګ نوم اوریدو سره به د ډیرو په ذهن کې وګرځي چې کیدی شي نوموړی هره میاشت په لکونو ډالر معاش واخلي خو په حقیقت کې داسې نه دی.

مارک زکربرګ هم د هغو کسانو له جملې څخه دی چې په کال کې یوازې یو ډالر معاش اخلي. یو ډالر معاش اخیستوونکي کسان ځانته یوه جلا ډله ده او مارک هم د دغې ډلې یو غړی دی.

له مارک سربیره د دغې ډلې ټول غړي سره د دې چې د مختلفو کمپنیو مالکان او مدیران دي خو بیا هم په کال کې یوازې یو ډالر معاش اخلي.

د یو ډالر معاش اخیستونکو په دغه ډله کې د امریکايي سینما هالیووډ پیژندل شوی څیره ارنولډ شوازنیګر هم شامل دی کوم چې له ۲۰۰۳ز کال څخه تر ۲۰۱۱ز کاله پورې د کلیفورنیا ایالت والي پاتې شوی.

له ارنولډ پرته د امریکا پیژندل شوی سوداګر او سیاست پوه مایکل بلوم برګ هم د دغې ډلې له غړو څخه دی. له یادو شوو کسانو سربیره د ټچ اسکرین پلار لقب ګټوونکی د اپل کمپنۍ بنسټ ایښودونکی اسټیف جاب او د ګوګل کمپنۍ مدیر لیري پیج هم د دغې ډلې له غړو څخه دي.

یاد شوي کسان د کمپنۍ له مختلفو برخو څخه زیاته اندازه ګټه او سرمایه ترلاسه کوي او د نړۍ له شتمنو کسانو څخه ګڼل کیږي خو خپلو کمپنیو کې د خپلو خدمتونو وړاندې کولو په بدل کې په کال کې یوازې یو ډالر معاش اخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د