نظــر

د کعبې امام او ناروغه رسنۍ

لیکوال: زلمی هېوادوال

تېره اونۍ د بیت الله شریف یو امام پاکستان ته په یو سفر  تلی و، د نوموړي سفر تر ډېره یو سیاسي سفر ورته و، او هغه داسې چې کله د پاکستان پارلمان په یمن د سعودي د پرېکنده توپان په اړه بې پرې دریځ غوره کړ، ټوله نړۍ په ځانګړي ډول سعودي او متحده عربي امارات یې هک پک کړل؛ ځکه سعودي او اماراتو دا څو لسیزې په پاکستان بې کچه زیاته پانګونه کړې، تر څو په سخته او بده ورځ کې په درد ورته وخوري. خو داسې ونه شول، د پاکستان رسمي دريځ د سعودي او اماراتو هیلې له خاورو سره خاورې کړې، همغه و چې د اماراتو انور قرقاش د بهرنیو چارو وزیر،  پاکستان ته سخته دړکه وکړه، کوم څه چې د پاکستان چوهدري نثار علي د کورنیو چارو وزیر یې غبرګون ته اړ کړ.

پاکستان چې په دوه مخۍ او دوکه بازۍ کې نړیوال شهرت او له تصوره لوړ مهارت لري، یو ځل بیا یې د سعودي د تېر ایستلو هڅه وکړه، او داسې ښکاري چې په دې هڅه کې بیا هم کامیاب شو.

فکر کېږي چې پاکستان به سعودي ته ویلي وي چې په پاکستان کې عام خلک، ګوندونه او حکومتي چارواکي تر ډېره د یمن په اړه له حقایقو ناخبره دي، دوی فکر کوي چې په یمن د سعودي برید د سعودي او ایران جګړه ده، له همدې کبله پارلمان داسې پرېکړه وکړه.

دا یو حقیقت دی چې عام خلک سعودي ته د حرمینو شریفینو له امله په ډېره درنه سترګه ګوري، په ځانګړي ډول دبیت الله شریف امام ته خو په ډېره لوړه سترګه ګوري، کېدای شي پاکستان سعودي واکمنو ته ویلي وي چې تاسو د حرمینو شریفینو یو امام پاکستان ته راولېږئ تر څو هلته خلکو ته د یمن دجګړې په اړه معلومات ورکړي، د خلکو ذهنیت سازي وشي بیا که په راتلونکي کې مونږ څه کوو، د خلکو ملاتړ به راسره وي.

دا ټکی هله ډېر ښه ځلېږي کله چې سړی د جیو تلویزیون له مشهور خبریال سلیم صافي سره د کعبې شریفې د امام ویډیويي مرکه وویني. نوموړې مرکه ۳۰ دقیقې او ۲۳ ثانیې ده، له ۱ دقیقې او ۵ ثانیو لنډې سریزې وروسته مرکه پیلېږي، مرکه تقریبا تر ډېره د یمن د جګړې په محور را څرخي، د مرکې په څلورویشتمه دقیقه او ۴۵ ثانیه کې سلیم صافی د کعبې شریفې له امام نه د داعش او طالبانو په اړه پوښتنه کوي چې هغوی له ځینو قرآني آیتونو لکه ( و مالکم لا تقاتلون فی سبیل الله .. ) او نبوي احادیثو نه لکه ( من رأى منكم منكرا… ) د جهاد لپاره استنباط کوي، په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

د کعبې شریفې امام چې طبعا عالم دی، خو له سیاسي پوښتنو سره لاس او ګرېوان شوی، په یو ځانګړي مهارت داسې ځواب ورکوي چې ځينې ناروغان په ځانګړي ډول ناروغې رسنۍ د تبلیغاتو لپاره د خامو موادو په توګه ګټه ترې پورته کړي. خو دا ګټه له هر څه د مخه خپله د همدې ناروغو رسنیو ناروغي او بې وسي په ګوته کوي.

د کعبې شریفې امام د مرکې په ۲۶ دقیقه او له ۵۲ ثانیې تر ۵۸ ثانیې پورې وايي چې په شام کې داعش او په پاکستان کې طالبان که چېرې دا ډول استدلال کوي او دا ډول فکر ور سره وي، نو له اسلام سره یې کوم تړاو نشته. دا دمرکې لینک دی، که څوک وغواړي کتلی یې شي:

http://playit.pk/watch?v=r1xJEDK8j9c

دلته څو ټکي د پام وړ دي:

۱ – خبریال د طالبانو په اړه عامه پوښتنه کوي، یعني افغاني او پاکستاني طالبان نه سره جلا کوي.

۲ – د کعبې شریفې امام په ځواب کې یوازې د پاکستان طالبان یادوي، داسې وايي په شام کې داعش او په پاکستان کې طالبان… په دې معنی چې د کعبې شریفې امام دې ټکي ته پام دی چې یو افغان طالبان دي او بل پاکستاني طالبان دي، نوموړی بلکې هر مسلمان پوهېږي چې په افغانستان کفارو یرغل کړی، هلته عملا نظامي شتون لري، نو ځکه یې د طالبانو نوم د پوښتونکي په څېر عام نه دی یاد کړی، بلکې افغان او د پاکستان طالبان یې سره جلا کړي.

د کعبې شریفې امام د مرکې په وروستۍ برخه کې د سلیم صافي په غوښتنه دعا کوي، او د پاکستان حکومت ته د کامیابۍ او بریالیتوب پخې پخې دعاګانې کوي.

۳ – خو مرضي او غرضي رسنۍ په خورا سپین سترګۍ هڅه کوي چې د کعبې شریفې د امام له جوت ځواب نه د یرغل او یرغلګرو په ګټه ناوړه ګټه پورته کړي، کوم څه چې هېڅکله به یې تر لاسه نشي کړی؛ ځکه چې لمر په دوه ګوتو نه پټېږي.

۴ – د کعبې شریفي نوموړی امام چې پاکستان ته یې سفر کړی، او له جیو تلویزیون سره یې مرکه کړې دکتور خالد الغامدي نومېږي، چې د کعبې شریفې له مشهورو ملا امامانو څخه نه دی، خو ځینو مریضو رسنیو د نوموړي امام پر ځای د کعبې شریفې د یو بل امام انځور خپور کړی، دلته دوه خبرې دي، یا دا چې نوموړې رسنۍ دومره د بې خبرۍ په ګرداب کې ډوب دي چې د شیخ سدیس او شیخ غامدي توپیر نشي کولی، او یا دا چې پوهېږي خو د خلکو د ذهنیت  اړولو په موخه یې د شیخ سدیس انځور خپور کړی؛ ځکه شیخ سدیس ډېر مشهور دی.

په اوسني وخت کې د کعبې شریفې دوه ملا امامان مشهور دي، یو شیخ دکتور عبد الرحمن سدیس او بل شیخ دکتور  سعود شریم، په دې دواړو کې شیخ سدیس تر ډېره د سعودي حکومت د پالیسیو پلوی دی، خو شیخ شریم بیا د سعودي حکومت د پالیسیو مخالف ښکاري، که څه هم چې په ښکاره ډېر څه نه وايي خو د مصر د انقلاب په وړاندې یې د شیخ سدیس دريځ چې د سعودي دحکومت د دریځ ملاتړ یې کړی و، سخت غندلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

د حیرانتیا وړ خبره خو داده چی نن سبا بعضی لوچکانو، لوفرانو او بی دینانو(فاسقینو او فاجرینو) هم له ځانونو نه مفتیان جوړ کړی دی د مسلمانانو په سترګو کی خاوری ورشیندی او داسی فکر کوی چی مسلمانان بالکل له خپل دین نه ناخبره دی دا کسان په اسلامی هیوادونو کی هغه ډلی او اشخاص چی پخپلو هیوادونو کی د کفارو او ددوی د اجیرانو سلطه نه منی د کفارو د ګټو په وړاندی خنډ دی د خپل دین، مال، ناموس او خاوری نه دفاع کوی په ډیره سپین سترګی خوارج نوموی دا په داسی حال کی چی رسول کریم(ص)… نور لوستل »

احمدالله

هیوادوال صیب دمکی امامت داامتیازنشی جوړیدلای چی دقرآن احکام دی تحریف شی ددی درباری ملایانوپه خبروهغه خلک چی په دین یی سرخلاص شوی وی کله هم نه غولیږی، دافغانستان طالبان اوکه دپاکستان طالبان دی ټول دالهی حکم په اساس داشغال اوسیکولرنظام په وړاندی جنګیږی چی مبارزه یی یوه برحقه مبارزه ده منافقین به همیشه ترتښتی اومومنان به انشاالله بریالی کیږی.

طوفان طوطاخیل

ولي خربه حاجي نه شي په طواف ،: که د کعبې امام دی نو څه دی چې ددین په خلاف خبري یې کړي دي ، یواځي په دې نه شي خلاصیدي چې دی نو دکعبې امام دی ، یووخت ابوجهل هم دکعبې امامت کړی ، په کعبه یې راج چلیده ، که پاکستاني طالبان دي ، که افغاني دي ، ټول داسلامي نظام دراوستلو لپاره جنګیږي ، دافرق نه کوي چې په افغانستان کې خو یرغلګر راغلي نوکه افغانستان ته یرغلګر راغلي ؤ نو هم اسلامي نظام یې له منځه یووړ او پاکستان کې هم دغه خبیثانو چې داسلام په… نور لوستل »

ف-ا

نو ډیر ورته خوشاله یی چه په پاکستان کی جنګ ناروا او افغانستان کی روا دی. که رشتیا هم افغان یی نو ذر ته شرم پکار دی. خو هو شرم هم که څوک ولری. د پاکستان فاحشه خانی په شل مذهبه روا دی او خپل ملک کی درته مسجد او ښوونځی د کفر ځالی ښکاری. په پاکستان کی جنت جوړیږی ، یو نفر را ولاړیږی د پیغمبری دعوی کوی ،خیر هیڅ ، خبره نده خو بس دا خپل وران ملک ته مو اړولی دی چه څنګه یی وران کړی. که په افغانستان کی د امریکایانو له کبله جهاد روا دی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x