اسلامي ورورولي حقیقت که شعار؟

حامد افغان

مسلمانو پوهانو او مفکرینو د مسلمانانو د زوړتیا او زوال ګڼ شمیر اسباب او لاملونه ښوولي دي، ګڼ شمیر پوهانو د خپلو فکرونو او اندپښنو پر اساس په دې اړه مختلفي لیکني او کتابونه لیکلي دي، په دې لړ کې زه د نبوي سیرت په رڼا کې یوه خورا مهم سبب او اساسي لامل ته اشاره کوم. له بده مرغه د مسلماني ټولني خورا مهم بنسټونه نن سبا د شعارونو حد ته رسیدلي دي د نبوي سیرت په رڼا کې ځیني هیر شوي حقایق راتازه کول شاید زموږ ضمیرونه ونڅوي او شعار ګرځیدلو حقایقو ته بیرته د حقیقت او مهم بنسټ په نظر وګورو.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدیني ته هجرت وکړ له قبا او نبوي جوماتونو جوړولو وروسته یې دویم مهم کار دا وکړ چې د مهاجرینو او انصارو مسلمانانو ترمنځ یې مواخاة او وروګلوي ټینګه کړه. په دې اړه د سیرت په کتابونو کې پوره تفصیلات بیان شوي دي، باید ووایم چې دا ورورګلوي او مواخاة ساده خبره نه وه او نه دا چې په دې توګه د مدیني انصار له بیکوره شویو مهاجرو وروڼو سره ضروري مرسته وکړي، بلکي دا مهمه او رښتینې ورورګلوي وه، داسي چې کوم صحابه سره وروڼه کړل شول د شرعي امر پر اساس هغوی د یوه بل د میراث حقداره هم وګرځول شول او د دواړو لوریو له خپلو اصلي خپلوانو سره د میراث اړیکه ختمه شوه.

د انصارو اودمهاحرینو تر منځ د مواخاة او توارث دا امر د بدر د غزا په مهال نسخه او ختم شو، او دا هلته چې دا ابت نازل شو: و اولو الأرحام بعضهم أولی ببعض في کتاب الله. سورة الانفال. یعني د الله له امر سره سم پخپلو کې خپلوي لرونکي د یوه بل د میراث له پاره لومړیتوب لري، کله چې دا ایت نازل شو د میراث خبره بیرته اصلي خپلوي ته وګرځیدله او د مواخاة په سبب توارث له منځه ولاړ. رواه البخاري، کتاب التفسیر ۱۷۸/۵.

دا وخت د اسلام د پیل زمانه وه خلکو یو ډول نَسبي ورورګلوي پیژندله یعني چې په مور او پلار کې سره شریک وي، د عقیدې او ایمان پر اساس ورورګلوي سره پوره نابلد وو، نو ځکه شرعاً د څه مودې له پاره د عقیدې له ورورګلوي سره د بلدتیا له پاره اصلي خپلوي او په هغه باندي ولاړ د میراث حکم وځنډول شو او د عقیدې له ورورګلوي سره وتړل شو، څو مسلمانان پوه شي چې د عقیدي ورورګلوي تشه د خولې خبره او بې مفهومه شعار نه دی، د توارث موضوع چې نَسبي خپلوي ته بیرته راجع شوه بیا هم د اسلام په ورورګلوي ټینګار وکړل شو، په دې اړه قراني ایتونه نازل شول او نبوي لارښووني وشوې، آن تر دې پوري چې په نَسبي خپلوي کې هم د توارث له پاره مسلماني شرط وګرځیدله او شرعاً کافر د خپل مسلمان ورور، زوی او.. میراث نه شي وړلی.

له دې لوړ تفصیل نه د اسلامي ورورګلوي لزوم، وجوب او اهمیت ښه روښانه شو، د اسلامي ورورګلوي دومره اهمیت او لزوم د دې له پاره تثبیت کړل شو چې پرته له دې مسلمانه، متحده او سره راټوله مجتمع او ټولنه نه شي رامنځته کیدلی او په پایله کې اسلامي نظام او دولت نه شي ټینګیدلی، نو اسلامي وروګلوي د اسلامي نظام د ټینګښت او ټولنیز عدالت د تامین له پاره اساسي شرط وګرځیدله، او له دې پایلي ترلاسه کولو وروسته په زغرده ویلی شو چې تش په نوم، شعاري او جذباتي دروغژنه اسلامي ورورګلوي د یوه درد دوا هم نه ده، او د رښتیني اسلامي ورورګلوي د نشت لامله نن سبا مسلمان امت ټوټه ټوټه دی، د عقیدې او ایمان مزبوته رسۍ یې چې شلیدلې نو په قومي او سمتي اساس کوچني دولتونه رامنځته شوي او دا د نړۍ سرخیل ستر امت د اوبو ځګ ګرځیدلی، او د دې مهم او بنسټیز لامل د رښتینې اسلامي ورورګلوي ستر نعمت په شعاري اسلامي ورورګلوي بدلیدل دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لبیب
میلمه
لبیب

ڈیر په زڑه پوری موضوع
جزاک الله خیرا
یو وڑاندیز
حامد افغان صیب د لیکوالی او د مضمون لیکنی په باره کی کوم موضوعات نشر کڑی نو زموگ د پاره د ڈیری استفادی وڑ وگرزی .
چی اینده کی ڈی جوگه شو چی اسلامی موضوعات په خه شکل سره ترتیب کڑو او د ثواب په نیت یی نشر ته وسپارو .
ڈیر مننه