افغانستانملټي میډیا

طالبانو د ګورتېپې د نیولو ویډيو نشر کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۱مه ۱۳۹۴ل: طالبانو د کندوز ولایت د روانو جګړو یوه لنډه ویډيو په انترنیتي پاڼو نشر کړې ده.

دغه لنډه ویډیو چې ۵ دقېقې او ۲۹ ثانیې ده په کې د کندوز ولایت د ګورتېپې سیمه ښودل کیږي چې دوی نیولی، په نظامي مرکزونو کې یې ګرځي او مرکز ته ډیر نېږدې شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې په ګورتېپه کې يې ۵۵ اربکیان نیولي دي، دوی په دغه لنډه ویډيو کې نیول شوي اربکیان هم ښکاره کړي چې له دوی سره بندیان دي.

په دغه ویدیويي راپور کې ویل شوي او هم یو شمېر صحنې ښودل شوي چې دوی توانیدلي د کندوز د ښار دوه کیلومترۍ کې پروت باغ شرکت ته ځان ورسوي. ورسره په چهاردره، امام صاحب او علي اباد ولسوالیو کې پراخه سیمې ونیسي.

په ویډیو کې هغه ټانګونه او پوستې هم ښودل شوي چې طالبانو یې تېره ورځ د نیولو ادعا کړې وه. په ویډيو کې ښودل کیږي چې طالبانو ټانګونه، رینجرې او ګڼې وسلې نیولي دي.

طالبانو د ګورتېپې سیمې نیول نه یواځې د دوی لپاره ستره بریا بلکې د سیمې د ولسونو لپاره هم ستر زیری بللی دی.

دوی د ویډيو په پای کې ویلي چې د امام صاحب ولسوالۍ يې هم له مرکز پرته ټوله نیولې ده.

هېره دې نه وي چې طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د «عزم» په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Nazar Gul Dilsooz

اسلام علیکم!
زہ نظرگل دلسوز یم دہ کندز ولایت دہ چہاردرے ولسوالی دہ جمعہ بازار سخہ چی فعلاً پہ ترکی کی یم ہیلہ کوم چی دہ گورتپہ ویدیو چی طالبان نشر کڑے زما ایمل تہ راواستوہ
وسلام با احترام

حق جو

یو خیرمن نشته چې نظرګل ته د ګورتیپي ویډیو ولیږي، مه کوه چې د وطن به شنو شفتلو او خټینو کلاګانو یي تنده ماته شي مسافر دی عاجز

کریم

دلسوز صاحب، دغه ټول د ويډیو لینکونه دي. لومړی یې ډير اعلی، دوهم يې ګوزاره حال او درېیم او څلورم یې بیا د مبایل لپاره دی.

HD
https://archive.org/details/zahid346_yahoo_Min

FLV
https://archive.org/details/KandozFlv

Mp4 Mobil
Hide message history
https://archive.org/details/qandosmp4

3GP
https://archive.org/details/Min.3gp

احمدالله احمدی

زه احمدالله احمدی اول خپل سلامونه اونیکی هیلی درته لیژم بیاپه دیردرنشت هیله لرم چی ده طالبانو نوی دکندوز ودیو که راته ایمیل کری دیره مهره بانی به مووی والسلام

کندهار

الله اکبر ماشاالله

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx