طالبانو د ګورتېپې د نیولو ویډيو نشر کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۱مه ۱۳۹۴ل: طالبانو د کندوز ولایت د روانو جګړو یوه لنډه ویډيو په انترنیتي پاڼو نشر کړې ده.

دغه لنډه ویډیو چې ۵ دقېقې او ۲۹ ثانیې ده په کې د کندوز ولایت د ګورتېپې سیمه ښودل کیږي چې دوی نیولی، په نظامي مرکزونو کې یې ګرځي او مرکز ته ډیر نېږدې شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې په ګورتېپه کې يې ۵۵ اربکیان نیولي دي، دوی په دغه لنډه ویډيو کې نیول شوي اربکیان هم ښکاره کړي چې له دوی سره بندیان دي.

په دغه ویدیويي راپور کې ویل شوي او هم یو شمېر صحنې ښودل شوي چې دوی توانیدلي د کندوز د ښار دوه کیلومترۍ کې پروت باغ شرکت ته ځان ورسوي. ورسره په چهاردره، امام صاحب او علي اباد ولسوالیو کې پراخه سیمې ونیسي.

په ویډیو کې هغه ټانګونه او پوستې هم ښودل شوي چې طالبانو یې تېره ورځ د نیولو ادعا کړې وه. په ویډيو کې ښودل کیږي چې طالبانو ټانګونه، رینجرې او ګڼې وسلې نیولي دي.

طالبانو د ګورتېپې سیمې نیول نه یواځې د دوی لپاره ستره بریا بلکې د سیمې د ولسونو لپاره هم ستر زیری بللی دی.

دوی د ویډيو په پای کې ویلي چې د امام صاحب ولسوالۍ يې هم له مرکز پرته ټوله نیولې ده.

هېره دې نه وي چې طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د «عزم» په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

تبصرې (5)

  • اسلام علیکم!
    زہ نظرگل دلسوز یم دہ کندز ولایت دہ چہاردرے ولسوالی دہ جمعہ بازار سخہ چی فعلاً پہ ترکی کی یم ہیلہ کوم چی دہ گورتپہ ویدیو چی طالبان نشر کڑے زما ایمل تہ راواستوہ
    وسلام با احترام

  • یو خیرمن نشته چې نظرګل ته د ګورتیپي ویډیو ولیږي، مه کوه چې د وطن به شنو شفتلو او خټینو کلاګانو یي تنده ماته شي مسافر دی عاجز

  • زه احمدالله احمدی اول خپل سلامونه اونیکی هیلی درته لیژم بیاپه دیردرنشت هیله لرم چی ده طالبانو نوی دکندوز ودیو که راته ایمیل کری دیره مهره بانی به مووی والسلام