fbpx

د سوني کمپنۍ د راتلونکی سمارټ فون عکسونه او ځانګړتیاوې افشا شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): څو ورځې وړاندې سوني کمپنۍ خپل پیاوړی سمارټ فون اکسپریا ذې ۴ (Xperia Z4) د جاپان بازارونو ته وړاندې کړ چې له سختې ماتې سر مخ شو.

سوني کمپنۍ له انټرویو فلم جوړولو وروسته د هیکرانو د ځانګړی توجه مرکز ګرځیدلی چې له وخت وړاندې د دغې کمپنۍ د تولیداتو ځانګړتیاوې او د وړاندې کیدو نیټه په ډاګه کوي.

د سوني کمپنۍ اکسپریا ذې ۴ هم له همدې امله له ماتې سره مخ شو ځکه چې افشا شوي معلومات ښيي چې دغه کمپنۍ به ډیر ژر خپل نوی تر اکسپریا ذې ۴ غوره سمارټ فون به بازار ته وړاندې کړي.

تیره ورځ د سوني کمپنۍ راتلونکی سمارټ فون اکسپریا ذې ۵ (Xperia Z5) په اړه معلومات وړاندې شو. افشا شوي معلومات ښيي چې دغه سمارټ فون به تر دې دمه د سوني کمپنۍ تر ټولو غوره او پياوړی سمارټ فون وي او ډیر ژر به روان زیږیدیز کال کې کاروونکو ته وړاندې شي.

نن د سوني یو بل سمارټ فون په اړه هم معلومات خپاره شول. د افشا شوي معلوماتو پر بنسټ د سوني دغه سمارټ فون اکسپریا پي ۲ (Xperia P2) نومیږي او د دغې کمپنۍ یو له پیاوړو سمارټ فونونو څخه به وي.

د اکسپریا پي ۲ سمارټ فون ځانګړتیاوې یوې چینايي ویب پاڼې لخوا افشا شوي. د دغو معلوماتو پر بنسټ دغه سمارټ فون له اکسپریا ذې ۴ څخه ډیر زیات مختلف دی او له نوی ډیزاین سره به وړاندې شي.

خپاره شوي معلوماتو پر بنسټ اکسپریا پي ۲ سکرین ۵.۲ انچه ده او ۱۹۲۰*۱۰۸۰ پکسله ریزولوشن لري. دغه سمارټ فون به ۱.۹ ګیګاهرتز سنپ ډراګن ۸۱۰ (Snapdragon 810) پروسېسر ولري.

د معلوماتو پر بنسټ د سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون به هم له ۳ ګیګابایټ رېم او ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کیږي.

دغه سمارټ فون کې پیاوړی بیټرۍ کارول شوی چې کولی شي د اوږدې مودې لپاره چارج وساتي. دغه سمارټ فون کې ۴۲۴۰ ملي امپیر وړتیا لرونکی بیټرۍ کارول شوی.

د اکسپریا پي ۲ سمارټ فون اصلي کامره ۱۲ میګاپکسله ده خو هیره دې نه وي چې د دغې کمپنۍ کامرې په عکس اخیستلو کې ځانګړ وړتیا لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د