افغانستان

اشرف غني: په سوداګریز ټرانزیټ کې له پاکستان سره بالمثل معامله کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۱مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني وايي چې د سوداګراۍ او ترانزیت په برخه کې د پاکستان سره بالمثل معامله کول غواړي.

اشرف غني د هند یوې ورځپاڼې «هندو» سره د مرکې پر مهال د پاکستان له لوري په واګه پوله د افغان لاریو هند ته د نه پرېښودلو په غبرګون کې ویلي چې که پاکستان د افغان لاریو پر مخ پوله خلاصه نه کړي دوی به منځنۍ اسیا ته تلونکي د پاکستاني لاریو پر مخ لاره وتړي.

اشرف غني چې د ګډحکومت تر جوړیدو وروسته هند ته لومړنی رسمي سفر کړی و، ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان دغه عمل برابري او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي. هغه د پاکستانه غوښتي چې په ۲۰۱۱ز کال کې د افغان ترانزیتي او سوداګرۍ موافقې په اصولو عمل وکړي چې په بنسټ يې دواړه هېوادونه د ترانزیت په موخه د یو بل ځمکنۍ لارې استعمالولای شي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان د افغان سوداګرو لارۍ تر واګه پولې پورې پریږدي خو تر هغې یو کیلومتر لرې د هند اتاري سیمې ته نه پریږدي.

همدا راز پاکستان هندي لارۍ نه پریږدي چې د واګه پولي څخه تېرې شي او افغانستان ته مال ورسوي.

تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندر مودي ویلي وو چې هند د افغانستان سره د سوداګریزو موافقو لاسلیکولو ته لیواله دی او ښايي هند د «اپتا» موافقې برخه شي.

اشرف غني د تېرې چهارشنبې په ورځ د هندي سوداګرو سره وکتل. دوی په خبرو کې د هند او افغانستان د سوداګرۍ او ځمکنۍ لارو کې د خنډونو یادونه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x