کابل: اور لسګونه دکانونه سوځولي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): کابل ښار کې د وچې مېوې په دکانونو او ګودامونو کې دوه ساعته اور سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغه پېښه نن د جمعې په ورځ لس نیمې بجې د کابل ښار د لومړنۍ امنیتي حوزې اړوند په مرکزي منډوی کې په دراب مارکیټ رامنځته شوه او اطفایه تر دوو ساعتونو ونه توانېدله چې اور مړ کړي.

دکانداران وايي چې د اور له کبله نېږدې ۳۰ دکانونه سوځېدلي او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ تاوانونه رسیدلي دي.

د راپورونو له مخې ددغه سرای ډیری دکانونه دکانداران د ګودامونو په توګه استعمالوي چې په کې وچه مېوه، غوړي، بوره او نور اشیا ساتل کیږي.

تر دې دمه د اور لامل نه دی څرګند شوی خو ویل کیږي چې د اطفايې د ناوخته رارسېدو له کبله اور نورو دکانونو ته وغځېدلو.

د پېښې په تړاو امنیتي مسوولینو څرګندونې نه دي کړي.

ویل کیږي ، چې په دې مارکیټ کې د ټول هېواد وچه میوه راټولیږي او بیا له هېواده بهر لیږدول کیږي.