ایساف: په جنوب کې یو بهرنی عسکر وژل شوی
نن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی عسکر ووژل شو.
د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د طالبانو چي دوی ورته مخالفین وايي په برید کې یو تن عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خبرپاڼه کې د وژل شوي عسکر د هویت نه دی څرګند شوی، او نه هم دا ویل شوي چي پيښه په دقیقه توګه چیري را منځته شوه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کې د نسواریانو په کلي کې طالبانو پر بهرنیو ځواکونو برید وکړ، چي په ترڅ کې مخالف لوري ته درنه مرګ ژوبله ورسیدله، خو د دقیقي شمېرې په اړه يې څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چي د رواني میاشتي له پيل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د ۵ تنو عسکرو وژل منلي دي.