افغانستان

طالبانو د کندوز په جګړو کې نېول شوي ۲۸ اربکیان خوشې کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۱مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د هغو ۵۵ اربکیانو له منځه ۲۸ خوشې کړي چې څو ورځې وړاندې یې د کندوز ولایت مرکز ته څېرمه د ګورتېپې په سیمه کې په دوه ورځنۍ جګړو کې نیولي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې ۲۸ اربکیان یې د قومي مشرانو په کلکو ضمانتونو او منځګړیتوب خوشې کړي دي.

دوی ویلي چې دغه کسان د کندز ولایت مرکز په اړونده سیمو کې بېرته خپلو خپلوانو ته وسپارل شول او ژمنه ترې واخېستل شوه چې «بیرته به د دښمن لیکوته نه ورګرځي، د خپل هيواد، دین او خلکو په ضد به د پيسو په مقابل کې نه دریږي».

هغوی ویلي چې د «اسلامي امارت مجاهدین» نه غواړي  افغانان د امریکايي ګټو قرباني شي، ووژل شي، میندې یې بوري شي، ناوې یې کونډې او ماشومان یې یتمان او بې سرپرسته شي او له همدې کبله یې ۲۸ اربکیان چې دوی په جګړه کې نیولي وو، بېرته «د خپل ترحم او مهربانۍ له مخې چې د ولس سره یې لري» ازاد کړل.

طالبانو دولتي عسکر او پولیس «غولیدلي او پیسو په مقابل کې سوء استفاده شوي» بللي  او په دوی یې غږ کړی چې دندې پرېږدي او د امریکا د پلانونو په تحقق کې خپل ځانونه ونه وژني.

دوی ټینګار کړی چې د حکومت په لیکو کې عسکر او پولیس دې حقایق درک کړي، ددوی سره دې یوځای شي، په تېر کړنو دې پېښیماني وښيي او د هېواد، دین، عزت، ازادۍ او خپلواکۍ مقابل کې د ودریدلو څخه لاس په سر شي.

« موږ دوی ته ډاډ ورکوو، د دوی هر راز مرسته کوو او د دوی ژوند او آخرت ژغورو».

د تېرې شنبې په ورځ طالبانو ویلي وو چې په دوه ورځنۍ جګړه کې یې د کندوز په مرکز کې ۲۱ پوستې له منځه وړي او ۵۵ اربکیان یې ژوندي نیولي دي.

دوی نن د جمعې په ورځ ددغو نیول شوو اربکیانو  ویډیو هم پر انترنیتي پاڼو نشر کړه چې تر جګړو وروسته نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې طالبانو د کندوز ولایت په مرکز، امام صاحب، چهاردره، خان اباد او علي اباد ولسوالیو بریدونه کړي چې تر سختو جګړو وروسته یې ډيری سیمې لاندې کړي دي.

د کندوز ولایتي شورا وکیلان وايي چې ددغه ولایت ۶۵سلنه سیمې طالبانو نیولی او که مرکزي حکومت تازه دمي ځواکونه سیمې ته ونه ليږي دغه ولایت سقوط کوي.

په ورته وخت کې امریکايي جنګي الوتکو په یو شمېر سیمو بمبارۍ کړي چې له کبله یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تر دې دمه په کندوز کې د دولتي ځواکونو د پرمختګ راپور ازادو سرچېنو نه دی تایید کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

دامارت په کرنواعتراض نلرم امارت می دزره سر ده خوپخپل زره کی می داسی کسان پریشول خوش نه وو زکه همدی اربکیانوظالمانوپه سلگونوبیگناه افغانان په شهادت ورسول بیعیزته یی کره کورونه یی وروسوزول زه خو وایم کاشکی یی تول وزلی وای داخلک له خدایه نه بیریزی دوی ته کوتک پکارده کوتک

قاری حسیب

طالبانو ډیر بد کار کړی د دی کار تاوان به الله ته ورکوی اربکیانو سره مدارا کوی دوی خو د یو مسلمان باره د هیڅ چا شفاعت نه منی دوی به الله ته څنګه مخ کیګی دوی اوس ځانونه دومره معتبر ګنی چی د الله حکم هم تر پشو لاندی کوی ځا په یاد دی یو حزبی میدان کی نیول شوی وه د مستری په نامه حال داچی دا مستری نومی د امارت اسلامی انصار هم وه طالبانو سره ددی سړی مرستی او تعاوو د هیڅ میدانوال نه پټی ندی ډیرو کسانو د مستری خلاصون لپاره منډی ووهلی سپین ژیرو… نور لوستل »

احمد

بسیار خوب کار کردین روحیه اربکی های مرتد را بالا بردین و روحیه مجاهدین را خوب ضربه زدین با این کارتان مجاهدین مجبور میشوند تا با دولت اسلامی بیعت کنند شما چطور ضمانت کرده میتوانید که این ها دوباره اربکی نمیشوند و خود همین ریش سفیدان که ضمانت شدین اکثرشان خلاف مجاهدین استند و دیگر این که مجاهدین بندی که در زندان های همین مرتدین شکنجه میشوند از این کار تان چی فکر خواهد کردند و مجاهدینی که در خط اول استند خواهد گفتند که ما با چقدر قربانی این سگ ها را گرفتار میکنیم و شما به چقدر آسانی… نور لوستل »

احمد

سر آنها باید بریده میشد و در رسانه ها بنشر میرسید تا در دل اربکی های مرتد رعب پیدا میشد و دیگه جرئت اربکی شدن را نمیکردند

کمال

داډیرپه ځای اوداسلام له روحیې سره سم عمل شوی،چې نبی کریم ص دبدر اسیران معاف کړل اوبیايي په فتحه مکه کې عامه معافي وکړه، همدغه داسلام درس وو،البته که دچا شخصی جنایت صریح و اوحقوقی دعوه ورباندي،دهغه لپاره شرعی محاکم شته دغې ميډیا دنیم ملت ذهن اړولی نیم ملت خو نشو وژلي،بیاحکومت په چاکوې ،بايد له حکمته کار واخلو ،سمیزو مشرانوته درناوي دامارت نفوذ اوسلطه قوي کوي،کاشکي دمیدان په مستیري مرحوم هم همداسي هوښیار طالبان پيښ شوي وای، داسي ښکاري چې دکندوز داوسنۍ جګړې مشري ډیرځيرک اوهوښیارطالبان کوي،که موږ له ولس سره محتاطانه رویه په هرځای کې خپله کړې وای،… نور لوستل »

ابویاسر

دکمال ورور سره زه هم موافق یم ،داچی اربکیان او امنیتیان دبندیانو سره ظلم کوی او ډول ډول سکنجی ورکوی دا په خپله ددوی د شخصیتونو نمایندګی کوی د دوی او طالبانو به کړنو کی باید همدومره توپیر وی دطالبانو داډول کړنی داثابتوی چی طالبان دولس سره خوا خوږی لری اوبل دا چی دا د طالبانو مرال نورهم لوړوی ځکه دوی (طالبانو ته) دیرش اربکیان خوشی کول او نیول هیڅ اهمیت نه لری ویی نیول اوبیا یی خوشی کړی که له خپلی ژمنی سرغړونه وکړی نو بیرته یی بیا هم نیولی شی نبی کریم (ص) ډیر ځلی دیو چا په… نور لوستل »

Hameed

ګوری وروڼو نظر ورکول او انتقاد کول ښه خبره ده هغو مجاهدینو چی دا کسان خوشی کړی دی هغه له دی کسانو سره په اول خط کی جنګیدلی دی له مونږ او تاسو نه شاید دهغوی زړونه دی کسانو ته ډیر ډک ول نو چی هغه په مهربانه شوی دی او د کوم حکمت له مخی نه یی پریښی دی نو مونږ او تاسی ته نو ولی اعتراض پیدا شی ولی متاسفانه مونږ په ځای ددی چی سالم انتفاد او نظر ورکړو دلته بعضی کسانو چی یوه یی په پښتو او بل یی له درواغو په فارسی یو په بل… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

عفو

وقار

طالبان دی باید اجیری رسنی په وراندیو خپل عکس العمل شکاره کری نور نو حوصله نه لرو

قاری حسیب

کمال او حمید صیب یا خو له اسلام نه خبر نه یاست یاهم عمدا په رسول علیه السلام بهتان تړی الله د تاسو هدایت کړی د رسول علیه السلام وخت کی او بدر غزوه کی مرتدین چیرته ول هلته خو مشریکینو سره جنګ وه د مشرکینو او کفارو خپل حکم وی او د مرتدینو او مفسدینو خپل حکم وی ولی غواړی دین مسخ کړی تاسو لګ سیرت او تاریخ مطالعه کړی چی ابوبکر صدیق حلیم ترین صاحبی او د اولین خلیفه د رسول الله مرتدینو سره څنګه چلند وکړ هلته اهل رده صرف مانعین د زکات ته ویل شوی وه… نور لوستل »

Hameed

حسیب صاحب دومره ژر په يوه موضوع کی فتوا ورکول او له ځانه مفتی جوړول بی له دینه چی د یو موثق فقهی مجتهد نظر ورسره ملګری وی زما په نظر به ښه کار نه وی او داسی که هر هر چا په هره وړه او غټه مسله کی مخکی لدینه چی په کښی دقیق فکر وکړی انتقاد کاوه نو بیا دی هرڅه ته خدای خیر پیښوی اوس به راشم ستا د پوښتنی شرعی ځواب ته نو د امام ابوحنیفه په نزد چی زمونږ د مذهب امام دی ترڅو چی يو څوک د شهادت کلمه په خوله وایی نو مونږ… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx