fbpx

ایل جي کمپنۍ خپل د نوی سمارټ فون ځانګړتیاوې له رسنیو سره شریکې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): ایل جي کمپنۍ خپل نوی او پیاوړی سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړ. د ایل جي کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون چې ایل جي جي ۴ (LG G4) نومول شوی له سامسنګ ګیلیکسي ۶ څخه به په ټیټه بیه کاروونکو ته وړاندې شي.

له ایل جي کمپنۍ څخه وړاندې په ټویټر کې یو اکاونټ چې معلومات غلا کوي او خپل پاڼې کې يي نشروي د د غې سمارټ فون ټولې ځانګړتیاوې افشا کړې وې.

د ایل جي کمپنۍ دغه سمارټ فون به له لاندنیو ځانګړتیاو سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې کیږي:

– سکرین: دغه سمارټ فون ۵.۵ انچه کیو ایچ ډي (QHD) ریزولوشن لرونکی سکرین لري.

– پروسېسر: دغه سمارټ فون کې شپږ هستې لرونکی سنپ ډراګن ۸۰۸ (Snapdragon 808) پروسېسر ځای پر ځاي شوی.

– رېم: دغه سمارټ فون هم یو له هغو سمارټ فونونو څخه دی چې ۳ ګیګابایټ رېم لري.

– فایل ثبتولو وړتیا: دغه سمارټ فون ۳۲ ګیګابایټ د فایل ثبتولو وړتیا لري او اضافي میموري کارډ هم قبلوي.

– کامره: اصلي کامره يي ۱۶ میګاپکسله ده.

– بیټرۍ: دغه سمارټ فون کې ۳۰۰۰ ملي امپیر وړتیا لرونکي بیټرۍ ځای پر ځای شوی.

– اپریټنګ سیسټم: دغه سمارټ فون د انډرایډ ۵.۱ اپریټنګ سیستم په مرسته چلیږي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ ایل جي کمپنۍ غواړي خپل دغه نوی سمارټ فون په دوه مختلفو بڼو کې کاروونکو ته وړاندې کړي. یوه بڼه به يي له پلاستیکي او بله بڼه به يي له اوسپنیز باډۍ سره وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د