نړۍ

بمي چاودني په هندوستان اوجورجیاکی اسرایئلي ډیپلوماتان په نښه کړو

(نن ټکی اسیا فبروری ۲۰۱۲/۱۳) نن دورځي د هندوستان په پلازمیني ډهلی کی داسرایئلي سفارت دکارکونکو یو موټرباندی بمي چاودنه ترسره شوه، امنیتي چارواکی وایی چاودنه په موټرکی دچاودیدونکو موادو دچاودني له امله رامنځ ته شوی ده.
د پیښه له ځایه څخه دبم خنثی کونکي ډلی خبرورکړي چی کیدای چاودنه دکومي چاودیدونکي الي چی ګمان کیږي په موټر پسي به یی لګولی وی دچاودیدلو له کبله ترسره شوی وي.

ویل کیږی چاودنه کی څلور کسه ژوبل شوی دي چی دیوي میرمني حالت داندیښنی وړدي.
په ورته وخت کی نن دورځي دجوریا هیواد په پلازمینه کی هم داسرایئلي ډیپلوماټانو ترموټرلاندی دنامالوموکسانو له لوري څخه بم ځاي پرځای شوی وو چی له چاودیدلو څخه وړاندی دامنیتي کسانو له لوري کشف شوی او له منځ وړل شوی دي.
اسرايئلی حکومت پرخپلو ډیپلوماټانو باندی ددواړو چاودنو دبرید په اړه ایران باندی تورلګولي دی چی دغه چاودني ددغه هیواد له لوري ترسره شوی دي، داسرايئلو دحکومت له لوري په یوه جاري کړل شوی بیانیه کی ویل شوی دي چی ایران هغه هیواد دی چی ټولي نړی ته ترهګري او ویره صادروي او دغه هیواد یی دنړي په کچه دترهګري لوی مرکز بللی دي همدارنګه اسرايئلو تورلګولي دی چی ایران غوښتو په تایلنډ او ازربایجان کی هم داسرايلو ډیپلوماتان په نښه کړی،خو دغه دواړه بریدونه له وخت څخه مخ کی لا کشف اوشنډ شول
له بله لوري دایران حکومت خبرورکړي دی چی پراسرايئلی ډيپلوماټانو باندی برید کی دغه هیواد هیڅ ډول لاس نه لري او داسرايئلو له لوری دلګول شویو تورونو سخت مخالفت یی کړی دي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x