ورزش

ای پي ایل: خرابې توپ وهنې د پنجاب لوبډلې له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): نن د انډین پریمیر لیګ ۳۱مه لوبه د کینګز الیون پنجاب او ډيلي ډییر ډیولز لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې د پنجاب لوبډلې په ۹ ویکټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د ډیلي لوبډلې وګټله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. د ډيلي لوبډلې توپ اچوونکي خپل د لوبډل مشر پریکړه غوره پریکړه ثابته کړه.

نننۍ لوبې کې د پنجاب لوبډلې ټول توپ وهوونکي د ډیلي لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. پنجاب د مېلر توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره مېلر په ۴۱ توپونو د څلور څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې او د کولټر نېل په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

دغې لوبې کې د ډیلي لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل او د سیالې لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکو ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ.

د ډيلي لوبډلې لپاره کولټر نېل غوره توپ اچوونه وکړه. کولټر نېل خپل څلور اورونو کې یوازې ۲۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

د ډیلي په توپ اچوونکو کې ډومیني تر ټولو لږې منډې ورکړې. ډومیني خپل څلور اورونو کې یوازې ۱۵ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

ډیلي لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره پوره کړه. دغې لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۳.۵ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د ډیلي لوبډلې لپاره اییر په څلویښت توپونو د څلور څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبې کې اګروال په څلویښت توپونو کې د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx