ټولنیزه برخه

ځان ډارونه

م.ش. کاموي
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه يواځې ېښ انسان دی کوم چې سمې ته ځان بدلوي، پر بدلولو يې قادر وي، او په اړه يې فکر کوي. انسان هغه وخت پر يوه کار عادي کيږي، کله يې چې يو رغبت راکاږي، او هيڅکله به يو عادت پرېنږدي مګر يو ډارونکی يې منع کړي.

زموږ تېر چې زياتره نېکان ؤ، يو سبب به يې د نفس دې اړخ ته پاملرنه وګڼم، او دا هم د اخرت له غمه؛ دنياوي مشاغل او شهواني غوښتنې د نېکو اعمالو او انسان ترمنځ عائق دی، نو د دې عائق لمينځه وړلو لپاره سلفو ډېر کوښښونه کول، ترڅو داسې يو اساسي او مؤثر فکتور پيداکړي چې له ګناهونو څخه لرې، او زړه تنګونکو اعمالو څخه يې وګرځوي، او ورپسې نېک عملونه يې عادت جوړشي – د عادت جوړېدو څخه مې موخه دا ده چې د نېکو اعمالو په کولو ستړي نشي، او عبادت سره يې زړه ته ارام او سکون ورسيږي.

ابراهيم التميمي رحمه الله تعالی چې دې کار لپاره کومه هڅه کړې وايي: ځان مې يوځل جنت کې فرض کړو؛ د هغې ونو څخه ميوې خورم، د شيدو، شهدو او شرابو له نهرونو څخه ډک ډک ګيلاسونه څښم، د جنت نجونو سره غاړه په غاړه ګرځم.

بيا مې ځان د جهنم اور کې فرض کړو؛ د هغې زقوم مې خوراک دی، چې تږی شم د جهنميانو د زخمونو ويني او زوې وڅښم، او دهغې زنزيرونو او ګړيو کې راګېر يم…

بيا مې ځانته ووې: کوم يو غواړې؟

راته يې ووې: غوړام دنيا ته لاړشم، او نېک اعمال وکړم.

ما ورته ووې: چې دا دی لا تر اوسه دنيا کې يې، نېک اعمال وکړه.

تميمي صيب د سورة تحريم شپږم آيت پر ځان باندې تعميل کړی، کوم کې چې الله تعالی فرمايي: ” HYPERLINK “http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php…” \l “docu” يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم نارا وقودها الناس والحجارة عليها ملائكة غلاظ شداد لا يعصون الله ما أمرهم ويفعلون ما يؤمرون”

ژباړه: اى موءمنانو ! خپل ځانونه او خپل اولاد او كورنۍ له هغه اورنه وژغورئ چې دهغه د سون مواد به انسانان او تيږې وي ، چې پرهغه به غوسه ناكې سخت زړې پرښتې موءظفې وي چې هېڅكله به دالله له حكم څخه سر نه غړوي او هرامر چې ورته كېږي هغه په ځاى راوړى(تفهيم القرآن).

مفسرينو د نفس او کورنۍ ژغورنۍ لپاره ډېر څه ذکر کړي، چې ځينې يې تقوی، اطاعت –لمونځ، روژه، زکاة، حج، جهاد، توبه…- او د اور يا دول ښايي؛ علي، قتادة او مجاهد رضي الله عنهم ويلي:

“ځانونه د الله تعالی په اطاعت وژغورئ، او خپله کورنۍ د نېکو اعمالو په وصيت”. نو د ځان ژغورنۍ ترټولو اساسي عامل، ځان ډارونه ده، کله چې نفس وډار شو، ضرورو ټول مهلکات پرېږدي او نېکيو ته ورځي.

بل ځای الله تعالی د نېکيو لورې ته ترغيب کوي، سورة العمران يوسل دريديرشم آية کريمه کې فرمايي:” HYPERLINK “http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php…” \l “docu” وسارعوا إلى مغفرة من ربكم وجنة عرضها السماوات والأرض أعدت للمتقين”

ژباړه: پر هغه لاره په منډه منډه وځغلئ چې ستاسې دپروردګار د بښنې او د هغه جنت خواته تللې ده چې هغه لكه داسمانونو او ځمكې په شان پراخ دى،او هغه له الله تعالی څخه وېرېدونكيو خلكو له پاره تيار كړاى شويدى.(تفهيم القرآن)

د ځان ژغورنې دوه مؤثر فکتورونه:

د “ډار او ترغيب” يا “ځان ډارونه او هڅونه” د ځان ژغورني دوه قوي او مؤثر فکتورونه دي؛ چې يو يې انسان له بديو منعه، او بل يې نېکيو ته راکاږي، د دې اساسي فکتورونو د اغیز ښه وضاحت لپاره، که د هغه شخص د حالت تمثيل نظر کې ونيسئ کوم چې؛

د داسې يو موقف سره مخ شي، چې شاته پاتې کيدو کې خطر محسوسوي، او له وروستوالي په تېښته کې وي، او مخې ته يي يو جلبونکۍ، د زړه غوښتنه او ارزو وي، ورپسې منډي وهي، او ډېر چابک ځغلي ترڅو يې له لاسه ورنکړي. څه مو خيال دی چې دا ډول موقف کې به د دې شخص څه حال وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x