افغانستان

حکومتي پلاوي: ناټو د اتو تنو کوچنیانو په ګډون پنځلس تنه ملکي وګړي وژلي

nato-us-forceنن ټکی آسیا: ناټو وايي چي دوی په کاپيسا ولایت کي په خطايي سره د ماشومانو یوه ډله په بمبار کي ووژله، او زیاته کړې چي کیدای شي ددوی بمبار د مخالفینو د فعالیت وروسته تر سره شوی وي.

د یادوني وړ ده چي تیره چهارشنبه د کاپيسا ولایت د ګیوا په ولسوالۍ کې د بهرنیو الوتکو له لوري بمبار تر سره شو، چي له کبله یې اته تنه کوچنیان ووژل شول.

افغاني چارواکي وايي چي په دغه کوچنیانو کې د ۷ تنو عمر تر ۱۴ کاله کم وو، او یو ۱۸ کلن وو.

هغوی زیاته کړې چي دغه کوچنیانو چي شپني یې کول دوه ځله په بمونه په داسي مهال کې وویشتل شول، چي هغوی په ډیرو واورو کې د ځان تودولو لپاره اور لګولی وو، او چار چاپیره پر را ګرځیدلې وه.

د افغانستان د پارلمان غړي او ولس مشر سلاکار محمد ظاهر سافي ویلي چي فرنسوي ځواکونو ته اجازه نه وه ورکړه شوې چي په یوه بله سیمه کې چي د طالبانو سره په کښي جګړه نښتې وه، هلته بمبار وکړي، خو دوی بیا هم بی له اجازې بمبار وکړ، او اته تنه کوچنیان یي په شهادت ورسول.Shazada Shahed, center, the head of an investigation team looking into civilian deaths resulting from NATO operations, speaks during a news conference in Kabul, Afghanistan, Monday, Feb. 13, 2012. Afghan investigators said they have confirmed that 15 civilians died in two NATO operations in Kunar and Kapisa provinces earlier this year. A NATO spokesman said the coalition regrets any civilian lives lost from the operations but that the international troops followed appropriate protocol in both instances.

ساپی د ولس مشر حامد کرزي له خوا څخه د یو هیئت د مشر په توګه ټاکل شوی وو، تر څو هلته له نیژدې تحقیقات وکړي، او ددې پيښي پوره جزئیات د رئاست مقام ته وړاندي کړي.

د بلي خوا د ولس مشر له خوا کونړ ته د لیږل شوې پلاوي مشر مولوي شهزاده شاهد ویلي چي د تیري میاشتي په ۲۶ نیټه د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل په سیمه کې بهرنیانو عملیات وکړل چي په ترڅ کې اوه تنه ملکي وګړي او دوه شکمن کسان ووژل شول.

شاهد هم د ملکي وګړو مړینه په کلکو ټکو غندلې او ویلي چي د ناټو له خوا به د ملکي وګړو مرګ ژوبله اخیر د افغانستان عام ولس دې ته مجبوره کړي چي خپل د ځان د دفاع چاري په خپل لاس واخلي، او که هغوی داسي وکړل نو مسولیت به یې د هغه چا په غاړه وي چي داسي بی ګناه خلګ په بی رحمانه ډول وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x